هلمند ته د امریکا تازه دم سمندري سرتیري رسیدلي

د امریکا د سمندري ځواکونو دا سرتیري به د هلمند په دریو سیمو کې ځای پرځای شي.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نن د شنبې په ورځ دغه ولایت ته په سل ګونو تازه دمهامریکايي سمندري ځواکونه رسیدلي دي.

چارواکي وایي چې هلمند ته د دغو ځواکونو د رسیدلو پر وخت په افغانستان کې د قاطع ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسن هم نن دې ولایت ته ورغلی وو.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې نن د ورځی په شروع کې سمندري امریکايي سرتیري دغه ولایت ته ورسیدل.

جنرال احمدزي که څه هم د امریکايي سرتیرو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو په افغانستان کې د قاطع ماموریت دفتر له وړاندې امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغو سمندري سرتیرو شمیر درې سوه تنه ښودلی وو.

د قاطع ملاتړ د ماموریت د دغو سرتیرو ځای پرځای کیدل د معمول خبره ګڼي او وایي چې دا سمندري سرتیري په همدومره شمیر د نورو امریکایي سرتیرو ځای نیسي چې دمخه یې په هلمند کې وظیفه سرته رسوله.

جنرال احمدزی وايي چې دغه امریکايي سرتیري به په لښکرګاه، ګرمسیر او د ۲۱۵ قول اوردو په قوماندانۍ کې ځای پر ځای شي.

د میوند قول اردو قوماندان پر وینا، نوي سمندري امریکايي سرتیريبه د هوايي ملاتړ، مشورې او د روزنېپه برخو کې په هلمند کې له مېشتو افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

د هلمند امنیتي وضعیت له تیر یوه کال راهیسې ناسم بلل کیږي او دا مهال د دې ولایت له ۱۳ ولسوالیو څخه يې سنګین، نوزاد، باغران، موسی کلا، ديشو او د ناوې ولسوالۍ مرکزونه د وسله والو مخالفانو په لاس کې دي.

دغه راز د لښکرګاه په دوهمه او دریمه امنیتي حوزه کې هم افغان ځواکونه پرعملیاتو بوخت دي.

هلمند ته د تازه دمو امریکایي سمندري سرتیرو تر رسیدلو یوه ورځ مخکې وسله والو طالبانو د منصوري په نوم د خپلو نوو پسرلنیو عملیاتو د پیلیدلو اعلان کړی دی.