د افغانستان په اړه د امریکا پر تګلاره د راتلونکې اونۍ د ټاکنو د اغېز احتمال

په امریکا کې د راتلونکي اونۍ د منځمهالو ټاکنو پایلې به د شنونکو په باور، له ترهګرۍ سره د امریکا د مبارزې پر څرنګوالي او امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو د مېشتولو په ګډون له افغانستان سره په تړلو ځینو نور مسلو باندې اغېز ولري.

د نومبر په اتمه د امریکا په کانګرس کې د سنا او استازو د جرګې نوي غړي ټاکل کیږي. دا وخت د امریکا د دوو ګوندونو (اوسني واکمن ډیموکراټانو او مخالف جمهوري غوښتونکو) تر منځ په کانګرس کې د اکثریت د ګټلو دپاره سیالي روانه ده.

ولسمشر جو بايډن د خپل واک په لومړیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. جمهوریت غوښتونکو د افغانستان جګړه ختمول غوښتل خو د جګړې په ورستیو ورځو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ په اړه یې د بایډن پر ادارې نیوکې کړي دي.

د افغانستان د موضوع په اړه امریکایان وېشلي دي. که څه هم په روانو انتخاباتي سیالیو کې د افغانستان موضوع نه یادیږي خو کتونکي وايي، د راتلونکې اونۍ د ټاکنو پایلي به د افغانستان او نورو بهرنیو مسلو په اړه د امریکا پر تګلارو اغېز ولري.

پخواني امریکايي ډیپلوماټ او حقوقي سلاکار سکاټ انډرسن وویل: "که څه هم په دې ټاکنو کې په کور دننه مسئلې مطرح دي او په انتخاباتي مبارزو کې د بهرني سیاست په اړه ډیر څه نه اورېدل کیږي خو دا ټاکنې د بهرنۍ پالیسۍ لپاره پایلې لري. دا بېخي ریښتیا ده."

د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې د سپینې ماڼۍ تر څنګ کانګرس هم فعاله ونډه لري. که په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت وګټي نو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره په تګلاره کې د څه بدلون احتمال شته؟

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د دیموکراتانو په واکمنۍ کې د امریکا اوسنی حکومت دا وخت له طالبانو سره یو څه تعامل لري، د بشري مرستو او ترهګرۍ ضد موضوعګانو په اړه کتنې سره کوي.

ښاغلی میاخېل وايي، که جمهوري غوښتونکي د کانګرس اکثریت وګټي نو له افغانستان سره د امریکا د چلند په برخه کې د اوسني حالت په پرتله د ستر بدلون تمه نه کوي.

د امریکا او افغانستان تر منځ یوه ستونزه د هغو ۷ میلیارد ډالرو افغان پانګو پر سر ده چې امریکا کنګل کړيدي. د امریکا حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې په امریکا کې د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ په سویس کې د پیسو یوه صندوق ته سپاري او له هغه لارې د افغانستان د اقتصاد په ښه کولو لګول کیږي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د سویس په جنیوا کې د افغانستان د پیسو نوی صندوق به د مرکزي بانک د ټولو راکړو ورکړو او فعالیتونو لکه د افغانستان د نړیوالو پورونو د ورکړې، د وارداتي برېښنا تادیاتو او همدارنګه د نویو پیسو د چاپ په ګډون د راتلونکو اړتیاو د ارزونې مسولیت ولري.

دغه راز د امریکا په کانګرس کې د دوو هغو لایحو قانوني پړاوونه تر اوسه نه دي بشپړ شوي چې یوه یې په امریکا کې د افغان کډوالو د مېشتېدو په اړه او بله یې د پاکستان په ګډون له هغو هېوادونو سره د امریکا د اړیکو د ارزونې په موخه ده چې په افغانستان کې د دوه ګوني رول په لوبولو تورن شوي دي.

کتونکي په دې باور دي چې د منځمهالو ټاکنو پایلې به په دې اړه اغېز ولري. امریکايي سناتوره جین شاهین وايي، امریکا ته د تازه راغلیو افغانانو میشتېدو ته د یوې ستونزې په توګه کتل کیږي.

مېرمن شهین امریکا غږ ته وویل: "باید ډاډ ترلاسه کړو چې هغه افغانان چې له افغانستان نه وتلو وروسته دې هیواد ته راغلي، او هغه چې د امریکا سره د کار کولو له امله لا راروان دي، هغوی باید دلته مېشت کړو. موږ باید باور تر لاسه کړو چې دوی په متحده ایالاتو کې فرصتونه ولري، دلته کار او کور ولري."

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو او نړۍ ته د خطر پېښېدو په اړه هم اندېښنې ښودل شوي دي.

د جولای په میاشت کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د امریکا حکومتي چاروکو ددغه خبر د پخلي پر وخت وویل چې د هوا له لارې، په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیت د څار او په نښه کولو توان لري.

پخوانی امریکايي ډیپلوماټ سکاټ انډرسن وايي، ډیری جمهوري غوښتونکي له دغه نظر سره موافق نه دي.

هغه وویل: "جمهوري غوښتونکي په ښکاره ډول په دې نظر انتقاد کوي چې متحده ایالات په افغانستان کې له شتون پرته د تروریزم ضد عملیات کولی شي. دوی به د دفاع وزارت او چارواکو نه پوښتنه کوي چې ایا په رښتیا امریکا په اغېزناکه بڼه دغه کار کولی شي."

په ټاکنیزو مبارزو کې دا وخت زیاتره د امریکا پر داخلي اقتصاد، تعلیم، روغتیا، دندو او ښځو ته د سقط جنین د حق په ورکولو یا نه ورکولو تمرکز کیږي. خو د تېرو کلونو په څو ټاکنیزو سیالیو کې په عراق او افغانستان کې جګړې هم د تودو بحثونو برخې وې. دا مهال امریکايي ځواکونه په عراق او افغانستان کې حضور نه لري، خو افغانستان بیا بیا په ټاکنیزو غونډو کې یادیږي.