بایډن ته د متقاعدو پوځي مشرانو لیګ: ایران سره د اتومي تړون د بیا احیا کولو مخالف یو

د ایران د بوشیر اتومي بټۍ په مخکې د ایران بیرغ

د امریکا د متحدو ایالتونو شاوخوا ۴۶ پخوانیو پوځي مشرانو ولسمشر جوبایډن ته په یو استول شوي لیک کې له ایران سره د ۲۰۱۵ د اتومي تړون د بیا احیا کولو په اړه خپل مخالفت ښودلی دی.

په ویانا کې د دغه تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره له څو میاشتو راهېسې خبرې روانې وې چې اوس درېدلې دي.

امریکايي رسنۍ وايي چې د امریکا دغو پوځي مشرانو په روسیې باندې د اوکراین یرغل ته په اشارې په لیک کې لیکلي‌ دي: «نن د یو هېواد د ظلمونو شاهدان یو چې په خپل ګاونډي یې برید کړی او نړۍ په خپلو اتومي وسلو ګواښي.»

د امریکا فاکس نیوز وايي چې دغو متقاعدو پوځي‌ مشرانو د «امریکا د ملي‌ امنیت لپاره د یهود انستیتوت په همکارۍ» دا لیک لیکلی او استولی دی. په لیک کې راغلي دي چې روسیه د ایران د اتومي تړون د بیا احیا کولو په مذاکراتو کې مهم رول لري.

دغو امریکایي پوځي مشرانو ایران «د تروریزم لوی ملاتړی دولت» یاد کړی او ویلي‌ دي چې تهران په دې فکر دی چې په منځني ختیځ باندې د خپلو اتومي وسلو سیوری وغوړوي او اغیر وشېندي.

د امریکا د هوايي‌ ځواکونو یو متقاعد جنرال چارلس والد، چې په اروپا کې د امریکا د پوځ د قوماندې مرستیال هم و، فاکس نیوز ته ویلي دي‌ چې په منځني‌ ختیځ کې د دپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل غواړي خو «تر بد تړون نه تړون ښه» دی.

سره له دې چې ولسمشر جوبایډن د دغه تړون احیا کولو ته لیوال دی خو دغو پوځي مشرانو خبرداری ورکړی دی چې ایران غواړي یو اتومي ځواک شي او د امریکا قلمرو د امریکا د سیمه ایزو ایتلافیانو موجودیت وګواښي.

دغو مشرانو د تړون د لاسلیک کېدو په بدل کې ایران ته د یو شمېر ورکول کېدونکو امتیازاتو په اړه هم خپل مخالفت څرګند کړی. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ته له نورو ادرسونو څخه هم ورته لیکونه استول شوي‌ دي.

ایراني چارواکو څه موده مخکې وویل چې د دغه تړون د بیا ژوندي‌ کېدو لپاره باید امریکا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه هم د ترهګریزو سازمانونو له لست څخه وباسي. خو څه موده مخکې سلګونو ایراني-امریکایانو له ښاغلي بایډن څخه وغوښتل چې د ایران سپاه پاسداران په دغه لست کې وساتي.

د دې تر څنګ د جمهوریت غوښتونکو یو شمېر سناتورانو له ولسمشر بایډن څخه غوښتي چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي‌ او له ځان څخه د دفاع لپاره اسرائیل ته د اړتیا وړ پوځي ظرفیتونه برابر کړي.

تر دې مخکې د ګانګرس ۲۰ غړو ولسمشر بایډن ته په یو استول شوي لیک کې له ایران سره د «هر ډول تړون د دقیقې ارزونې» غوښتنه کړې وه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو سازمانونو له لست څخه د سپاه پاسداران د نوم او د ایران د مشر د دفتر په غړو باندې د بندیزونو د لېرې کولو په اړه یې هم اندېښنه ښودلې وه.

د امریکا مخکني ولسمشر جوبایډن په ۲۰۱۸ کې په یو طرفه ډول له دغه تړون څخه ووت او ایران هم تړون ته له خپل تعهد څخه په شاه شو او د اتومي پروګرام پراختیا او غني کول یې بیا پیل کړل.