پنتګان: افغانستان څخه د عسکرو د شمېر کمولو هېڅ امر ندی شوی

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر، ویلي چې په افغانستان د امریکایي سرتیرو د کمولو په هکله یې هیڅ ډول امر ندی صادر کړی.

دغه څرگندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو پروگرام په همدې اونۍ کې اعلانوي.

لوړپوړي امریکایي سناتور لندسي گراهام، هم افغانستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر له ١٢ زرو نه ٨٦٠٠ ته راټیټ کړای شي.

د ښاغلي اسپر د څرگندونو سره جوخت چې ویلي یې دي تر اوسه پدې هکله کوم امر ندی شوی، د امریکا د پوځ یو ویاند هم د امریکا غږ ته ویلي چې تر اوسه ددې کار لپاره هیڅ ډول مهالویش ندی جوړ شوی.

دغه ویاند د امریکا غږ په یو پروگرام کې وویل: "مونږ د غوڅ ملاتړ د ماموریت او د خپلو افغان شریکانو په وړاندې په بشپړه توگه ژمن یو. پدغه عمده هدف باندې زمونږ تمرکز پر ځای دی چې ډاډمن شو افغانستان یو ځل بیا د تروریزم په ځاله بدل نشي چې وکړای شي د امریکا متحده ایالاتو، متحدینو او یا زمونږ گټو ته گواښ رامنځ ته کړي".

په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو مسئله د طالبانو سره د امریکا د عمده بحثونو څخه ده. دغه مذاکرات د ښاغلي ټرمپ په امر د یو اوږد ځنډ وروسته اوس یو ځل بیا پیل شوي دي.

تیره ورځ د افغانستان جمهوري ریاست وویل چې کابل ته د امریکايي لوړپوړي سناتور لندسي گراهام، د سفر یو عمده هدف "د امریکایي ځواکونو د مسؤلانه کمولو د څرنگوالي" موضوع څیړل دي.