امریکا د مسکو څخه د مهاجرت ویزو ورکول بند کړل

متحده ایالاتو د ویزو د لیږد ملامتي په مسکو اچولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړه چې د مسکو په سفارت کې یې متحده ایالاتو ته د مهاجرت ویزې بندې کړي او هغه روسي اتباع چې ویزه غواړي، باید ګاونډي هیواد پولینډ ته ولاړ شي.

متحده ایالاتو د دې کار ملامتي د روسیې لخوا په لګول شویو محدودیتونو اچولې. امریکا پداسې حال کې د روسیې په ځای وارسا ته د مهاجرت د ویزو ورکول بهیر انتقال کړی چې د واشنګټن او مسکو تر منځ ستونزې ډیرې شوې.

روسیې د متحده ایالاتو دا پرېکړه غندلې ده.

د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروف په تند غبرګون کې ویلي چې امریکایي دیپلوماتانو د ډیرې مودې راهیسې په روسیه کې د قونسلي خدماتو سیستم له منځه وړی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند په یوې اعلامیې کې چې د فرانس پریس خبري اژانس ته استول شوې لیکلي، " د روسیې د حکومت د دې پریکړې له کبله چې د روسي اتباعو او یا درېیم هیواد مامورینو ګمارل، ساتل او قرارداد کول یې منع کړي، د قونسلي خدماتو په برخه کې یې زمونږ په وړتیا جدي اغیز کړی".

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په روسیه کې د قونسلي خدماتو د مامورینو شمیر بې حده لږ دی او نشي کولی عادي ویزې او امریکایي اتباعو ته خدمات وړاندې کړي.

په اعلامیې کې همدارنګه د مهاجرت د ویزې د متقاضیانو نه غوښتل شوي چې په وارسا کې د امریکا په سفارت کې د وخت اخیستو پرته دې سفر نکوي. وارسا د پولینډ نه ۱۲ سوه کیلو متره لیرې دی او د امریکا د بهرینو چارو وزارت هم منلې چې د ویزو د بهیر لېږدول "غوره حل" نه و.

په اعلامیې کې ویل شوي، " مونږ په څو عواملو غور وکړ چې نږدیتوب، د پروازونو موجودیت، د متقاضیانو آرامتیا، زمونږ په سمیه ایزو مامورینو کې په روسي ژبې خبرې کوونکي پرسونل او د مامورینو موجودیت پکې شامل دي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په ویبسایټ کې روسیه د هغو څو هیوادونو په لیست کې اچول شوې چې "متحده ایالات پکې هیڅ قونسلي استازیتوب نلري او یا سیاسي یا امنیتي وضعیت پکې دومره نازک یا نا معلوم دی چې د قونسلګرۍ مامورین نشي کولی د مهاجرت ویزو غوښتنلیکونه طی مراحل کړي".

پدې لیست کې ډیری هیوادونه د متحده ایالاتو سره یا هیڅ اړیکې نلري او یا یې اړیکې چندانې ښې ندي. کیوبا، اریتیریا، ایران، لیبیا، سومالیه، جنوبي سودان، سوریه، ونزویلا او یمن پدې لست کې شامل دي.