مایک پنس: د روهینگیایانو خلاف تشدد پایته ورسوئ

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس د ملگرو ملتونو په دفتر کې په نیویارک کې د سپتمبر په شلمه وینا کوي

د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال وايی که تشدد پایته ونه رسول شي، نو ښايي دا ناوړه حالت په سیمه کې تر څو راتلونکیو نسلونو پورې دوام وکړي او په پای کې به زموږ او ستاسې سولې ته گواښ وي.

د مِتحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس په ملگرو ملتونو کې غړیو هېوداونو ته وویل پکارده د برما د پوځ د ناوړه چلند په وړاندې کلک دریځ غوره کړی شي.

د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس وویل: زه او ولسمشر ټرمپ د ملگریو ملتونو د امنیت پر شورا هم غږ کوو چې ډیر کوټلي او چټک گامونه واخلي، څو دا جنجال پایته ورسېږي او دروهینگیا خلکو ته دهغوی د اړتیا په وخت کې دامید او اسرې سبب شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د روهینگیایانو ناورین دوام لري

هغه وویل متحد ایالات د برما پر امنیتي قواو یو ځل بیا غږ کوي چی دروهینگیا خلاف خپل تشدد پایته ورسوی او د اوږدې مودې د حل لپاره ددیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.

یو رپوټ وايي د روهینگیا افراطیانو د سږکال د اگست په میاشت کې د برما پرا منیتی قواو برېیدونه وکړل او په نتیجه کې د برما قواو ډیر کلک انتقامي اقدامات وکړل. بشپړ کلي ېې وسوځول؛ ښځې اوماشومان ېې د تېښتې په حال کې ووژل.

په برما کې ددغی شخړې په اړه چې دیني رنگ هم ورکړل شوی دی، د معلوماتو راټولول ډیر گران کار دی.

د برما خبریاله نې ین نې ین وايي: که څوک هڅه وکړي چې د مسلمانانو د ټولنې غږونه خپاره کړي، یاله کوم راخیني سره مرکه وکړي، نوهغه ته د را خین د افراطیانو له خوانه په بد نظر کتل کېږي، گواښ هم ورته کیدلی شي. یوشمیر خلک غواړي رېښتیا ووايي، خو د گاونډیانو، پولیسو او جاسوسانو له خوانه څارل کېږي.

د برما مشرې انگ سان سوچي دسه شنبی په ورځ وویل چې هېواد ېې د روهینگیایانو د پېښو په اړه له نړۍ والو تحقیقاتو نه ویره نلري. هغی په خپله وینا کې ډاډ ورکړ چې د بشري حقونو نه د سرغړونو او همدارنگه به د ثبات د خرابولو له هڅو سره په ټینگه د عدالت پر بنسټ چلند وشي.

خو د فېل رابرتسن په څیردبشري حقونو غړي او ادارې د برما له مشرې سره توافق نلري.

دبشری حقونو د څار ادارې د اسیا څانگې رئیس فېل رابرتسن وايي: له ېوې خوانه حکومت جعلي عکسونه اوکیسی خپروي؛ خوله بلې خوانه زموږ په څېر د بشري حقونو پر ډلوبرید کوي. موږ ورته وايو موږ غواړو یوشمیر سیمو ته ولاړشو چې رېښتیا په خپله وگورو. اجازه راکړئ چې حقایق په خپله پېدا کړو.

د تیرې میاشتی په اوږدو کې تر څلورسوو زرو نه زیات روهینگیايان له خپل هېواد میانمار یابرما نه تېښتی او مهاجرت ته اړشول.

د روهینگیایانو ناورین چې د ځېنې نړۍ والو ادارو له خوانه قومي وژنه هم گڼل شوېده لا دوام لري.