امریکا او ناټو: روسیې د اوکراین په پوله پوځیان ډېر کړي،کم کړي ندي

امریکايي چارواکو او د ناټو سرمنشي د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۶(سلواغې ۲۷) وویل چې روسیې له اوکراین سره په پوله کې خپل پوځیان ډیر کړي دي.

د امریکایي چارواکو او ناټو دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسي چارواکو وویل له اوکراین سره په پوله کې خپل یو شمیر پوځیان پوځي اډو ته ستنوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې" کم نه، بلکې ډیر روسي پوځیان د اوکراین په پوله کې د تحرک په حال کې دي او د اندیښنې وړ جنګي موقف کې دي."

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهار شنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د یاد سازمان د ۳۰ غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې د دیپلوماتیکو هڅو لپاره یې د مسکو د چارواکو د چمتوالي په اړه اوریدلي دي خو ناټو تر اوسه په پوله کې د تاوتریخوالو د کمیدو هیڅ نښې ندي لیدلي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه: " برعکس، داسې ښکاري چې روسیه په پوله کې د پوځي قوت زیاتیدو ته دوام ورکوي."

بلخوا د استونیا د استخباراتو رئیس میک ماران ادعا کړیده چې روسیه ممکن د اوکراین په وړاندې خپل محدود بریدونه پیل کړي چې راکټي بریدونه، هوایي بمبار او د هغه هیواد د خاورې نیول به پکې شامل وي.

د ماران په وینا، روسیه به اوسمهال د اوکراین په ډېرو نفوس لرونکو ښارونو له برید کولو ډډه وکړي ځکه پر لوی ښارونو برید ډیرو قواوو ته ضرورت لري خو نوموړي څرګنده کړه دا تر اوسه روښانه نده چې روسیه به د اوکراین په کومو سیمو برید وکړي.

یوه جګپوړي غربي چارواکي خبریالانو ته ویلي دي چې مسکو له اوکراین سره په پوله کې څه باندې ۷۰۰۰ اضافه پوځیان ځای پرځای کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له ABC تلویزیون سره مرکه کې ویلي دي چې"له بده مرغه د روسیې د خبرو او عمل ترمنځ تفاوت موجود دی". هغه زیاته کړې چې امریکا له اوکراین سره په پوله کې د روسیي پوځیانو د کمیدو شاهده نده.

ښاغلي بلینکن همدارنګه وویل چې د سرتیرو د کمیدو په اړه د روسیې د ادعا برعکس ، مسکو پر کیف د برید لپاره په پوله کې خپل پوځیان چمتو کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي دي چې هر شېبه ددې امکان شته چې روسیه په یوې پلمه پر اوکراین نظامي برید وکړي.