امریکا او سعودي امنیتي تړون کیدو ته نږدې شوي

د متحده ایالاتو حکومت یوې پریکړې ته نږدې شوی چې آیا د سعودي عربستان سره د وسلو او امنیت دوه اړخیز امنیتي تړون وکړي او که دیته انتظار وباسي چې همدا تړون تر هغې وځنډوي چې د سعودي – اسرائیل تر منځ اړیکې نه وي عادي شوې.

سره لدې چې د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت چارواکي وایي تر څو د دې تړون ټول اړخونه نه وي حل شوي او هلته د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه هم روانه ده چې د دې تړون په مخکې یو مهم خنډ دی خو ځیني کارپوهان پدې باور دي چې ښایي په سیمې کې د چین اثر او رسوخ د مخنیوي لپاره واشنګټن او ریاض دوه اړخیزې موافقې ته ورسیږي.

د سعودي – متحده ایالاتو تر منځ د موافقې جزیات ندي په ډاګه شوي خو د رویټرز خبري اژانس په خلیج او واشنګټن کې د دیپلوماتانو له خولې ویلي چې سعودي ددې تړون په بدل کې د امریکا څخه د دفاع ضمانت او پرمختللو وسلو ته لاسرسی غواړي.

په ځینو راپورونو کې همدارنګه ویل شوي چې ریاض د دې تړون په بدل کې غواړي چې متحده ایالات یې د اتومي انرژۍ د پروګرام ملاتړ وکړي.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د واشنګټن دې ژمنو په بدل کې به سعودي عربستان د چین څخه وسلې اخیستل بندوي او هم به د بیجنګ پانګه اچونه محدودوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر د همدې روانې مې میاشتې په درییمې نیټې په خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن او ریاض د تړون دوه اړخیزې برخې پر سر موافقې ته "ډیر نږدې" شویدي.

ښاغلي میلر زیاته کړه چې لا هم دواړه هیوادونه د تړون په ځینو جزیاتو کار کوي.

خو میلر دا هم ومنله چې د دې تړون په یوې جلا برخې لا هم کار کول پاتې دي چې د خپلواک فلسطین دولت جوړیدل دي.

هغه وړاندې وویل، " سعودي عربستان په ډیر وضاحت ویلي چې د اسرائیل سره د اړیکو عادي کیدو لپاره دوه شرایط لري: یو یې په غزې کې آرامي او دویم یې د خپلواک فلسطین دولت جوړیدو لار".

میتیو میلر د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د جمهور رئیس بایډن حکومت به په جلا توګه د سعودي عربستان سره دوه اړخیز تړون وکړي که نه وویل، چې پدې هکله بحث ندی شوی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې واشنګټن او ریاض دواړه واضح کړې چې پدې تړون کې نه یوازې د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزې برخې شاملې دي بلکې د اسرائیل او فلسطین تر منځ د ستونزې حل لپاره دوه بیلو دولتونو جوړیدو حل لاره یې هم برخه ده.

کارپوهان پدې باور دي چې د سعودي – متحده ایالاتو او اسرائیل تر منځ درې اړخیز تړون د واشنګټن په ګټه ندي ځکه چې پدې سره به امریکا تر ډیره حده د ریاض – طل ابیب په اړیکو متکي شي.

د بهرنیو اړیکو شورا په څیړنیز مرکز کې د منځني ختیځ او افریقایي مطالعاتو مبصر سټیون اې کوک وایي که چیرته متحده ایالات پدې شرط د سعودي عربستان د دفاع کولو لپاره ژمنه وکړي چې ریاض به د اسرائیل سره اړیکې عادي کوي، د واشنګټن او ریاض اړیکې به بیا د سعودي او اسرائیل په اړیکو پورې اړه ولري.

د متحده ایالاتو د اوکلهوما په پوهنتون کې د منځني ختیځ د مطالعاتو مرکز مشر جاشوا لاندیس هم د ښاغلي کوک په څیر نظر لري. ښاغلي لاندیس د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د سعودي عربستان سره محدود تړون د امریکا لپاره ډیرې ګتې لري.

هغه زیاته کړه چې دا ډول تړون به په سعودي عربستان کې د چین پانګه اچونه کمه کړي او په عین حال کې به په امنیتي همکارۍ کې امریکا برلاسی وي. دې کارپوه همدارنګه وویل چې دا ډول تړون به سعودي عربستان ته د متحده ایالاتو پرمختللو وسلو ته لاسرسی ورکړي او په بدل کې به یې سعودي د چین پانګه اچونه کمه کړي.

سعودي عربستان هیڅکله اسرائیل په رسمیت نه دی پیژندلی خو د اکتوبر د اوومې نیټې له برید مخکې یې په دې اړه غور کاوه او د یوې داسې معاملې په اړه خبرې روانې دي چې له مخې به یې ریاض او واشنګټن خپل امنیتي ملګرتیا پیاوړې کړي.

د سعودي عربستان چارواکي وېره لري چې په غزه کې جګړه او سیمې ته ددغې جګړې د خپرېدو وېره د ریاض د "۲۰۳۰ کال پلان " له خطر سره مخامخ کوي. سعودي عربستان دا پلان په دغه هېواد کې د تیلو د زېرمو د وچېدو وروسته د بدیلو مالي منابعو د موندلو لپاره په لاره اچولی دی.