مک ماسټر: له شمالي کوریا سره د جنګ احتمال په زیاتېدو دی

مک ماسټر وايي شمالي کوریا ورځ تربلې خپل هدف ته نژدې کیږي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي د نیستۍ ځپلي خو د اټومي وسلې درلودونکې هېواد شمالی کوریا سره د جگړې امکانات ورځ په ورځ زیاتېږي.

د سپینی ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر د شنبی په ورځ د شمالي کوریا په اړه وویل داسې لارې چارې شته دي چې شمالي کوریا د اټومي پروگرام ستونزه پرې له جگړې نه پرته حل شي.

خو وايي چې وخت کم دی او شمالي کوریا ورځ تر بلې خپل هدف ته نژدې کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

له شمالي کوریا سره د جگړې امکانات

شمالي کوریا تیره اونۍ اعلان وکړ چې اوس په خپلو جنگي سر گلولو امریکا ویشتلی شي. هغوی داخبره وروسته له هغهوکړله چې یونوی قاره پیما بالیسټیک توغندی وازمایلو.

له بل پلوه د متحدو ایالاتو د استخباراتو رئیس مایک پمپیو په کلیفورنېا کې دپخواني جمهوررئیس رونالډ ریگن په انستیتیوت کې د شمالی کوریا په اړه وویل چې ددوی استخباراتي معلومات دهغه هېواد د اټومي پروگرام او توغندیوپه اړه ډیر ښه دی.

دامریکا دمرکزي استخباراتو رئیس مایک پمپیو د واشنگټن ډي سي د دموکراسیمو ددفاع په ټولنه کې سږکال د اکتوبر په ١٩ مه خبرې کوي.

دسي آی اې رئیس وویل "هرساعت او هره ورځ چې تیرېږي هغوی په ټینگه زیارباسي چې هغه وړتیا او قابلیت ترلاسه کړي چې امریکا ته خطر پېښ کړي. زموږ استخبارات په دې اړه ښه دي. موږ دهغوی د اټومي پروگرام په اړه چې څومره پرمختگ کوي او څومره د باور وړ دی چې د امریکا خلاف ېې وکاروي ښه معلومات لرو".

د متحدو ایالاتو د استخباراتو رئیس مایک پمپیو د شنبی په ورځ په سیمه کې دایران د نفوذ زیاتیدلو ته هم اشاره وکړله.

مایک پمپیو وویل" تاسې یوازې په تیرو څو ا ونیو کې د ایران هغو هڅو ته کتلی شئ چې په شمالی عراق کې ېې دخپل نفوذ دخپرولو لپاره کوي؛ پردې سر بیره د عراق کې په نورو ځایونو کې هم دایران د عظمت غوښتنې هڅې لیدلۍ شئ او په ټول منځنی ختیځ کې ېې کوي".

ښاغلی پمپیو وویل چې ایران ته ېې په یولیک کې خبرداری ورکړی دی که چېرې په عراق کې دامریکا پر گټو برید وشی نو ایران به مسوول وگڼل شي. ښاغلي پمپیو وویل چی لیک ېې جنرال قاسم سلیماني ته لیږلی دی. نوموړی د دایران داسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران انقلاب او د قدس د قوې مشردی.

مایک پمپیو وویل چې سلیماني له دېنه انکار وکړ چی دا لیک خلاص کړي؛ هغه زیاته کړله چې دې خبرې ته په ایران کې ډیر پام ور واوښت که څه هم دلته دومره مشهوره نشوه.

د شمالي کوریا په اړه ښاغلي مکماسټر چین دیته وهڅاوه چې پر شمالی کوریا د تیلو بشپړ بندیز ولگوي څود هغه هېوادد توغندیو د وارولو مخه ونیول شي.