امریکا شمالي کوریا ته: پر پوځي ځواب ورکولو غور کوو

ټېلرسن: "څو کلونه دي چې شمالي کوریا خطرناک اعمال کوي؛ اوس زموږ وخت دی چې اوضاع کنټرول کړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وایې چې د شمالي کوریا د بل پاروونکي ګام پر ضد به واشنګټن پر نظامي ځواب ورکولو غور وکړي.

ټېلرسن چې د جمعې په ورځ يې [اپریل ۲۸] د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا خاصې غونډې ته خبرې کولې وویل چې هېواد به یې پر شمالي کوریا نړیوال بندیزونه زیات کړي.

ټېلرسن وویل: "لکه څنګه چې موږ مخکې هم ویلي، راتلونکي پاروونکي اقدام ته د ځواب ورکولو په خاطر به پر ټولو انتخابونو غور وکړو."

امریکايي دپيلوماتو له چین نه غوښتي چې د خپل اقتصادي قدرت څخه په استفادې پر شمالي کوریا فشارونه زیات کړي.

ټېلرسن له دولتونو نه غوښتي چې له پیونګ یانګ سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې سړې کړې او د شمالي کوریا په مقابل کې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک په بشپړه توګه تطبیق کړی.

ټېلرسن وویل: "څو کلونه دي چې شمالي کوریا خطرناک اعمال کوي؛ اوس زموږ وخت دی چې اوضاع کنټرول کړو."

ټرمپ د بالستیک توغندي له آزماېښت نه خبر دی

له ټولو خبرداریو سره سره، شمالي کوریا د شنبې په ورځ [اپریل ۲۹] د منځني واټن ویشتونکی یو بالستیک توغندی وازمایه.

سپینه ماڼۍ وایې چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته ددې آزماېښت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي دي چې تازه ازمایل شوی توغندی ښایي چې د منځني واټن ویشتونکی توغندی وي چې (کې ان – ۱۷) نومیږي. دغو چارواکو ویلي دي چې توغندی هوا ته د پورته کیدو نه یوازې څو دقیقې وروسته ټوټې ټوټې شو.

ویل شوي چې د توغندي دا آزمایښت بریالی نه و. د سپینې ماڼې د ویاند له دفتر څخه په رسېدلې یوې بیانیې کې لیکل شوي چې د ټرمپ اداره له آزموینې خبره ده.