د امریکا د نرسانو ټولنه : ماسک او د خوندیتوب نور اقدامات باید کم نشي

د ناروغیو د کنټرول د مرکز د اعلان نه وروسته په یو شمیر ایالتونو کې خلکو ماسکونه لیرې کړل.

وروسته تر هغه چې د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز اعلان وکړ چې د کرونا ضد واکسین شوي کسان په ځینو ځایونو کې د ماسک اچولو ته اړتیا نلري، په امریکا کې د روغتیایي چارو کارکوونکو پدې هکله اندیښنه وښودله.

په امریکا کې د ثبت شویو نرسانو تر ټولو سترې اتحادیې ویلي چې د ناروغیو د کنټرول د مرکز دا پریکړه د ساینس پر اساس نده.

د ملي نرسانو د اجرائیوي اتحادیې په اعلامیه کې ویل شوي، "دا پریکړه عامه روغتیا نا خوندي کوي او په ټول هیواد کې د نارغانو ‎، نرسانو او هغوي چې سر او کار یې د خلکو سره دی، ژوند په خطر کوي."

ددې ټولنې په اعلامیې کې د ناروغیو د کنټرول د مرکز په پریکړې خفګان ښودلی او لیکلي یې دي: "مونږ د یوې وژونکې وبا سره مخ یو. اوس یې وخت ندی چې د خوندیتوب اقدامات کم شي. "

د دې ټولنې مشرې ویلي که د ناروغیو د کنټرول مرکز په بشپړه توګه پدې ساینس پوهیدلی وی چې د کرونا وژونکي ویروس څنګه د یو نه بل ته سرایت کوي، هیڅکله به یې دا ډول لارښوونې نه وی کړی.

د ناروغیو د کنټرول مرکز تیره ورځ د کرونا ویروس په هکله لارښوونې بدلې کړلې. دې مرکز ویلي چې په مني کې چې ښوونځي ته تګ پیل کیږي، د وړکتون نه تر ۱۲م ټولګې پورې ټول زده کوونکي باید ماسکونه وتړي ځکه ښایي ټول زده کوونکي واکسین شوي نه وي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو. دې ویروس تر اوسه په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۳.۳ ملیون کسان مړه کړي.

کرونا د ټولو نه ډیر کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې وژلي. دې ویروس په امریکا کې ۵۸۵۷۰۸ کسان مړه کړي. په برازیل کې بیا کرونا ۴۳۴۷۱۵ او په هند کې ۲۷۰۲۸۴ زره کسان مړه کړي.