اوباما د افغانستان او ترهگرۍ ضد جگړې لپاره ١١،٦ میلیارده ډالر غواړي

د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د دې اضافي بودجې په تصویب سره به د افغان هوايي ځواکونو وړتیا لوړه شي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما له کانگرس نه د ترهگرۍ پر ضد جگړې لپاره ١١،٦ میلیارده ډالره اضافي بودجه وغوښتله. په دې کې د داعش پرضد جگړې، په بهر کې د امریکایي ځواکونو د اوسنۍ کچې ساتل او د افغان پوځ د هلیکوپترو د عصري کولو لگښت شامل دی.

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي چې د لگښتونو دا پلان به د اسلامي دولت د ډلې د ماتولو لپاره زمونږ هڅې پیاوړې کړي او د جمهور رئیس اوباما هغه پریکړه به تحقق پیدا کړي چې په افغانستان کې زموږ د سرتېرو د شتون له لارې افغان حکومت برلاسی شي چې د خپل هیواد د امن کولو ستراتیژي تطبیق کړي."

د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د دې اضافي بودجې په تصویب سره به د افغان هوايي ځواکونو وړتیا لوړه شي

ښاغلي کارتر دا هم ویلي چې ددې پلان چټک پلي کیدل به د امریکا د دفاع وزارت او "د امریکا په حکومت او د نړۍ په گوټ گوټ کې زمونږ شریکانو سره مرسته وکړي دغه هیواد [افغانستان] وژغوري."

د اسوشیتید پرس اژانس لیکي چې دا معلومه نه ده چې د جمهور رئیس دغه غوښتنه به په راتلونکو اونیو کې ومنل شي او که نه. ځکه اوس دونالد ټرمپ انتخابات گټلي او کانگرس جمهوري غوښتونکو تر کنترول لاندې دی.

په داسې حال کې چې د سنا مجلس د اکثریت مشر جمهوري غوښتونکی مخکښ سناتور میچ میکانل غواړي چې د بودجې ناتمام کار بشپړ شي او همداشان د ښاغلي ټرمپ د اجندا د تطبیق مخنیوی هم ونه شي، زیات شمیر نور محافظه کاران هیله من دي چې په راتلونکي کال کې چې ښاغلي ټرمپ سپینې ماڼۍ ته کډه کیږي، دوی به ښه لاس ته راوړنې ولري.

له بلې خوا کانگرس باید یوه موقته بودجه تصویب کړي چې په راتلونکې میاشت کې د حکومت د په ټپه دریدو مخه ونیول شي او په دې توگه به کانگرس او د امریکا نوی حکومت ددې وخت ولري چې د حکومت د چلیدو لپاره د څه دپاسه یو تریلیون ډالرو بودجه تصویب کړي.

د امریکا د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي گوند مشر سناتور میچ میکانل

په دغه غوښتل شوی بودجه کې دوه نیم میلیارده ډالر د پوځ برخه ده چې په افغانستان کې د ٨۴٠٠ امریکایي سرتیرو د پاتې کیدو د کچې ساتل په کې هم شامل دي چې په تیر اوړي کې یې پریکړه شوی وه.

همداشان ددې جملې نه ٣٨٣ میلیونه به یې د داعش پر وړاندې د هوایي عملیاتو لپاره ولگیږي. د جمهور رئیس اوباما د غوښتنې سره به د جگړیزې مربوط بودجه ٨٥ میلیارده ډالرو ته ورسیږي چې مالي کال یې په اکتوبر کې پیل شوی دی.

دا بودجه یواځې د امریکا د دفاع وزارت ته نه ده ځانګړې شوې بلکې په بهرنیو چارو وزارت او له داعش سره په جګړه کې په نورو ښکېلو خواوو هم ویشل کېږي.

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې رئیس جمهوري غوښتونکي مک تورینبري وایي دا غوښتنه کافي نه ده، ځکه د هغه په وینا "دا اقدام له داعش سره جګړه نه شي چټکه کولای او د کړکیچ د مخنیوي لپاره مؤثره نه تمامېږي."