امریکایي مقام: روسیې له چین نه پوځي مرسته غوښتې

FILE PHOTO: A view shows a convoy of pro-Russian troops outside Volnovakha

د متحده ایالاتو یو مقام ویلي چې روسیې پر اوکراین باندې په خپل پوځي یرغل کې له چین څخه پوځي تجهیزات غوښتي.

دغه امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې پدې وروستیو ورځو کې روسیې پر اوکراین باندې د خپل پوځي تیري د پرمخ بیولو لپاره د چین څخه د پوځي تجهیزاتو په ګډون مرسته غوښتې ده. دغه امریکایي مقام پدې هکله نور جزییات څرګند نکړل.

پدې ترڅ کې ټاکل شوې چې نن دوشنبه مارچ ۱۴(کب ۲۳) د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان، د چین د کمونیست ګوند د غړو او د هغه هیواد دپلوماتانو سره د ایټالیا په مرکز روم کې وګوري. دغه غونډه پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل دمخه پلان شوې وه.

ښاغلي سولیوان له دغې کتنې دمخه په زغرده خبرداری ورکړ چې د روسیې سره د چین مرسته به د نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه او د روسیې پر اقتصاد باندې ددې بندیزونو د اغیز د مخنیوي لپاره وي چې سختې پایلې به ولري.

د چین څخه د روسیې د پوځي مرستې د غوښتلو په اړه د رپوټونو په غبرګون کې بیجینګ امریکایي مقامات د "نا سمو معلوماتو" په خپرولو تورن کړل.

د امریکا حکومت همداشان چین پدې تورنوي چې د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې ناسم معلومات خپروي او پراخوي.

پر اوکراین باندې د روسیې یرغل چین د خپلو سترو تجارتي شریکانو – اروپایي اتحادیه او متحده ایالات – په وړاندې له حساس او نازک حالت سره مخامخ کړی دی. چین د اروپا او متحده ایالاتو بازارونو ته اړتیا لري، له بلې خوا د روسیې ملاتړی دی او بیجینګ او مسکو سره "نامحدودې" دوستۍ اعلان یې کړی دی.

تمه ده چې ښاغلی سولیوان به د چین د بهرني سیاست د مشاور یانګ جیچي سره د هغه څه په اړه چې بیجینګ په پام کې لري روسیې ته ترسره کړي، خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د چینایي استازو سره خپلې کتنې ته په اشارې د یکشنبې په ورځ د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته وویل: "په مستقیمه او خصوصي توګه بیجینګ ته وایم چې [روسیې سره مرسته] به مطلقې پایلې ولري."

پدې ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان، په روم کې د امریکایي او چینایي مقاماتو د کتنې په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل: "د اوکراین وضعیت به قطعاً یو تود بحث وي."

ښاغلي ژاو د چین څخه د روسیې د پوځي مرستې د غوښتنې په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "متحده ایالات پدې وروستیو کې د اوکراین د جګړې په اړه ناسم معلومات خپروي او چین په نښه کوي. دا کار د بدۍ له مخې دی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د جګړې اړخونه دې ګذشت وکړي او وضعیت دې ارام کړي. هغه وویل: "د وضعیت د شدید کولو پرځای، باید د دپلوماتیکې حل لارې د موندلو هڅه وشي."

سپینې ماڼۍ ویلي چې د چینایي مقاماتو او دپلوماتانو سره د ښاغلي سولیوان کتنه به پر اوکراین د روسیې یرغل او د سیمې او نړۍ پر امنیت د هغه دمستقیم اغیز باندې متمرکز وي.

د متحده ایالاتو د حکومت مقاماتو ویلي چې بیجینګ د روسیې د درواغو خبرونه خپروي چې ګواکې اوکراین د امریکا په ملاتړ د بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو څخه کار اخلي.

له دې دمخه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د کوم مدرک له وړاندې کولو پرته ادعا کړې وه چې متحده ایالات د اوکراین د کیمیایي او بیولوژیکې وسلو لابراتوارونه تمویلوي.

پدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې تر اوسه هیڅ داسې معلومات نلري چې د روسیې ادعا تائید کړي.

جیک سولیوان د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته وویل چې د اوکراین په جګړه کې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د استعمال په اړه د مسکو بیانات "داسې نښې نښانې دي چې ګواکې روسیه پخپله دې کار ته تیاری نیسي او مخکې له مخکې د ملامتۍ بار پر بل ځای اچوي."

چین د محدودو هیوادونو له دلې څخه دی چې پر اوکراین باندې یې د روسیې یرغل ندی غندلی. چین همداشان د ملګرو ملتونو په ځانګړې عمومي غونډه کې چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د غندلو لپاره جوړه شوی وه، د رای له ورکولو څخه ډډه وکړه.