دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر د راپورته شوي جنجال د پای ته رسیدلو غوښتنه کړې او ویلي دي، چې موازي حکومتونه کار نه ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیالې میرمن الیس ویلز په یو تازه ټويټ کې په افغانستان کې د واک پر سر د جنجال د ژر پای ته رسیدلو غوښتنه کړې ده.
میرمن ویلز ویلي: "افغان مشران باید د ملت یووالی د خپل لومړیتوب په توګه وساتي. موازي حکومت یې ځواب نه دی او د افغانانو لپاره به ضرر ورسوي. د واک پر سر په ټپه دریدلی وضعیت باید پای ته ورسیږي".
Afghan leaders must prioritize and protect unity of the nation. Parallel Afghan governments are not the answer, and will be harmful to the Afghan people. The impasse over governance must end. AGW
— State_SCA (@State_SCA) March 18, 2020
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیالې د دې نوي ټویټ وړاندې هم د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې د هغه سیال عبدالله عبدالله، چې هغه هم خپل ځان د جمهور رئیس په توګه اعلان کړی د جوړجاړې غوښتنه کړې وه.
میرمن الیس ویلز د دغه ټویټ وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهار شنبې په ورځ د قطر د پایتخت دوحې څخه کابل ته د ستنیدلو وروسته د ښاغلي عبدالله سره لیدلي دي.
د ښاغلي عبدالله دفتر ویلي، چې سفیر خلیلزاد او ښاغلي عبدالله ترمنځ د تیرو ټاکنو او سولې په اړوند مسلو خبرې شوي دي.
سفیر خلیلزاد هم د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو وروسته د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله له خوا په جلا جلا ډول د لوړې پورته کولو ته اشاره کړې او رامنځ ته شوی وضعیت یې یو " سیاسي بحران" بللی او دغې لانجې د حل غوښتنه یې کړې ده.
سفیر خلیلزاد د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي " اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکیچ هوار کړي چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی".
دغه کړکیچ، امنیت ته زیان رسوي. کروناوایروس مرګوني ګواښ رامخې ته کړی او له افغانانو غواړي چې خپل هیواد او خپلو خلکو ته لمړیتوب ورکړي. د ژوند او مرګ موضوع ده
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 18, 2020
ښاغلي خلیلزاد د کرونا د ویروس ناروغي او سیاسي بحران د افغانستان لپاره یو ګواښ په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې د افغانانو ترمنځ د سیاسي اختلاف شاته پریښودلو وخت رارسیدلی دی.