بلینکن: امریکا له غزې څخه د فلسطینیانو د اجباري اېستلو مخالفه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل مصري سیال سامح شکري سره خبرو کې ویلي چې واشنګټن له غزې څخه د فلسطینیانو د اجباري اېستلو مخالف دی.

بلینکن د پنجشنبې په ورځ مۍ نهمه (ثور۲۰) په دغو تیلیفوني خبرو کې د ولسمشر بایډن په دریځ بیا ټېنګار وکړ چې «متحده ایالتونه په رفح کې د هېڅ ډول لویو پوځي عملیاتو حمایت نه کوي او په زوره له غزې څخه د فلسطینیانو د بې ځای کولو مخالف» دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې بلینکن «د رفح بندر د بیا خلاصولو او د عاجلو ضروري بشري مرستو د بهیر د روان پاتې کېدو په اړه د متحدو ایالتونو حمایت څرګند» کړ.

د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو د سه شنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د رفح په بندر باندې د اسرائیل بیرغ ځړولی دی، دا غزې ته د مرستو د انتقال یوازینۍ ځمکنۍ لار بلل کېږي. نتنیاهو همدغه راز ګواښ کړی چې په رفح باندې به پوځي عملیات کوي. امریکا په رفح باندې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او په اسرائیل باندې یې د لویو وسلو مرسته ځنډولې ده.

د غزې تړانګې په شمالي او مرکزي برخو کې د اسرائيل له پوځي عملیاتو وروسته څه باندې ۱.۴ میلیون فلسطینیان د تړانګې جنوبي رفح ښار ته وکوچېدل. اسرائيل څو ورځې وړاندې د رفح د ځینو برخو اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ.

ځينو ښي اړخه اسرائیلي مقاماتو له رفح څخه د فلسطینیانو د اېستلو وړاندیزونه کړي چې د فلسطین خپلواکه اداره او ځینې عرب هېوادونه یې پارولي دي.

په همدې حال کې بلینکن د مصر د منځګړو څخه مننه کړې چې له حماس سره د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د موقت اوربند د موافقې لپاره هلې ځلې کوي. تېره ورځ یو اسرائیلي مقام وویل چې د سي آی اې مشر ویلیم برنز هم د یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې په رفح باندې د پوځي عملیاتو د نه کولو په امکان د اسرائیل له صدراعظم بینیامین نتنیاهو سره خبرې کړې وې.

حماس د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۷۰ تنه ووژل شول. اسرائيل په خپلو غچ اخیستونکو بریدونو کې د فلسطیني مقاماتو په وینا تر دې دمه څه باندې ۳۴۵۰۰ کسان وژلي دي.