واشنگټن: ترهگر په پاکستان کې ځالې لري

افغان مقامات وایي چې د طالبانو د مشرتابه شورا د کویټې په ښار کې ده او ادعا کوي چې ترهگرې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري

د امريکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د افغانستان د حکومت دا ادعا تائيد کړه چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهګرو خوندي ځالې شته چې له امله یې ترهګر په افغانستان کې دننه بريدونه کولى شي.

د امریکا متحده ایالات دا مني چې د پاکستان د قبايلي سيمو د لرې والي او د پوځ د تکتيکي محدودیتونو له امله اسلام آباد په قبايلي سيمو کې د ټولو ترهګرو د خوندي ځالو په له مينځه وړلو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

ښاغلي ټونر دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې تيره ورځ د افغانستان په پلازمينه کابل کې د پارلمان سره نزدې دوه ځانمرګي چاودنې وشوې چې پکې په لسګونو کسان ووژل شول. همداشان په کندهار کې په يوه بله چاودنه کې اوه تنه ووژل شول او د کندهار د والي، د متحده عربي اماراتو د سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي او د اماراتو د پنځه دیپلوماتانو په گډون زیات شمیر ټپیان شول.

په افغانستان کې د چاودنو وروسته، د افغانستان یو حکومتي وياند ویلي وو چې ترهګر کله هم وغواړي نو افغانستان کې په هدفونو وار کولى شي، ځکه د هغه په وینا پاکستان هغوي ته په قبايلي سيمو کې د خوندي ځالو لرلو اجازه ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان په حکومت غږ کړى چې باید ځان په دې خبره پوه کړي چې د افغانستان، پاکستان او هند امنيت يو بل سره تړلي دي او دې ته اړتیا ده چې دری واړه هیوادونه د ترهگرۍ پر ضد سره په گډه کار وکړي.

مارک ټونر د یو خبریال د پوښتې په ځواب کې چې ايا هغه د کابل تور تائيدوي، وويل "ستا د پوښتنې ترټولو لنډ ځواب "هو" دی.

هغه دا هم ويلي چې پاکستان د ترهګرو ددغو خوندي ځالو د له مينځه وړلو لپاره يو څه پرمختګ هم کړى خو د هغه په وینا په څرگنده توګه ستونزه اوس هم شته او هم له دې امله امريکا په پاکستان ټينګار کوي چې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد دې پرته له کوم توپیر څخه ګامونه واخلي او هغوي په دې لړ کې [ د اسلام اباد سره] مرستې ته هم چمتو دي.

د پاکستان د قبائیلي سیمو د خبریالانو پخواني مشر ښاغلي صفدر داوړ د امریکې غږ ته د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه ویلي چې "د ضرب عضب عملیاتو له امله اوس د شمالي وزیرستان نه ترهګر د جنوبي وزیرستان، کرم ایجنسۍ او خوست لوري ته اوخښتي دي.

ښاغلي داوړ وویل چې د حقاني شبکې د وسله والو په ضد د پاکستان له لوري د نه اقداماتو په اړه لا هم شکونه موجود دي او پاکستان لا په واضحه توګه داسې کوم ګام نه دی اخستی چې امریکه، افغانستان یا نړیواله ټولنه پرې مطئین کړي.

خو د پاکستان حکومت بیا دغه ډول تورونه بې اساسه گني او وایي چې د ترهګرو په ضد یې پرته له کوم توپیر جدي ګامونه اخستي او د ترهگرۍ ضد مبارزې په لړکې یې ډیرې قربانۍ ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه او فیسبوک کې د کابل او کندهار بریدونه په کلکه غندلي دي او وایي چې پاکستان د غمجنو کورنیو سره ژوره همدردي لري او د ټپیانو د ژر ښه کیدو دعا کوي.

دوی وایي چې پاکستان د ترهگرۍ ټول ډولونه غندي او د ترهگري پر ضد مبارزې او ددې گواښ د له منځه وړلو لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.