پنټاګون: د کابل هوایي ډګر ځانمرګي برید کې په ډزو کې مرګ ژوبله نده شوې

پنټاګون

د امریکا د دفاع وزارت په هغې څېړنې کې چې د تیرکال د اګست د میاشتې په ۲۶ مې نیټې د کابل په هوايي ډګرکې په امریکايي پوځیانو او تخلیه کېدونکو افغانانو باندې د داعش د ډلې د برید په اړه شوېده، معلومه شوه چې دغه برید پیچلی نه و او یواځې د داعش د ډلې د یو بریدګر له خوا ترسره شوی و.

دغه پلټنې ښیي چې بریدګر له څه باندې ۹ کیلو ګرامو چاودېدونکو څخه کار اخیستی و او په چاودېدونکو توکو کې بلبیرنګونه کارول شوي و. په دغه برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

د امریکا د دفاع وزارت په مقر کې د جمعې په ورځ د فبرورۍ ۴ ( سلواغې ۱۵) پوځي چارواکو د دغه برید په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، دوی وویل ډیرو کسانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

مخکې داسې باور کېده چې دغه برید یو پیچلی برید و او د ځانمرګی ترڅنګ د داعش نورو وسلوالو هم په کې برخه درلوده، خو په څېړنو کې دغه باور ناسم ثابت شو.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت فرنک مکنزي وویل " شاخوا ۱۷۰ کسه افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر د کابل د هوايي ډګر د ابي ګېټ په دروازه کې په یوې چاودنې کې ووژل شول، په چاودېدونکو موادو کې بلبیرنګونه ځای پرځای شوي و، ځکه یې دومره مرګ ژوبله رامنځته کړه. " هغه زیاته کړه" د دغې چاودېدونکې وسیلې له امله د دومره درنې مرګ ژوبلې رامنځته کېدل د هغو ۵۸ امریکايي عسکرو له ټپونو څخه معلومه شوه چې په دغه برید کې مړه او ټپیان شول، که څه هم دوی د مرمۍ ضد واسکټونه او خولۍ اغوستې وې بیا هم بلبیرنګونو دوی د بدن له هغو ځایونو سخت او مرګوني ټپیان کړل چې په زغرو پټ نه و."

څېړونکي وايي د دې احتمال شته چې د داعش ځانمرګۍ د طالبانو او نورو امنیتي پوستو له لارې نه بلکه له بلې کومې بلې لارې په تیرېدو د هوايي ډګر دروازې ته تللی وي. دوی وايي داسې ښکاري چې طالبان له دې برید څخه خبر نه و، امنیتي احتیاطي تدابیر نیول شوي و او په همغې ورځ د یوه احتمالي ګواښ په اړه ترلاسه شوي معلومات، مشخص نه و.

د څېړنې د ټیم مشر برید جنرال لنز کورتیس وویل" زمونږ د تحقیقاتو پراساس، په تخنیکي کچه د دې برید مخه نشوای نیول کیدی." هغه زیاته کړه "له چاودنې مخکې مونږ له طالبانو سره غونډه درلوده او دا دوی لپاره یو ښه فرصت و چې په دې هکله یې له مونږ سره معلومات شریک کړي وای. زمونږ تر ټولو ښه انګېرنه داده چې دوی دغه کار کړی دی، په تحقیقاتو کې مونږ ته داسې کوم شواهد په لاس رانغلل چې وښيي طالبان له دې برید څخه خبر و."

جنرال کورتیس وویل په کابل کې د میشتو امریکایي ځواکونو قومندانانو هم د دروازو د بندولو او د تخلیې د پروسې د معطل کولو په شان لازم امنیتي تدابیر پلي کړي و.

د تحقیقاتو ټیم وايي د چاودنې په ځای کې د ډزو غږونه، د هغو اخطاریه ډزو غږونه و چې امریکايي او بریتانوي پوځیانو کړي و او په دغو ډزو کې نه څوک وژل شوی او نه هم ټپیان شویدي.

جنرال مکنزي وویل په تحقیقاتو کې معلومه شوه چې د ګولیو د لګېدو له امله رامنځته شویو زخمونو ته ورته ښکاره کېدونکي ټپونه په چاودېدونکو توکو کې د بلبیرنګونو له امله رامنځته شوي و. هغه زیاته کړه له چاودنې وروسته د اخطاریه ډزو په اورېدل کېدو داسې باور پیداشوی و چې په دې برید کې د داعش نورو وسله والو هم برخه درلوده.

جنرال مکنزی وویل په دې تحقیقاتو کې معلومه شوه چې هیڅوک په ډزو ندي وژل شوي. هغه زیاته کړه " په دې تحقیقاتو کې مونږ له څه باندې ۱۰۰ امریکايي او بریتانوي عسکرو څخه چې په ټاورونو او نورو مراقبتي سیمو کې و او صحنه یې لېدلې وه شاهدي واخیسته او ټولو دا خبره تائید کړه چې په ډزو کې څوک ندي وژل شوي."

د طالبانو له خوا د افغانستان په ډیرو برخو او کابل باندې د تیرکال د اګست په ۱۵ مې د ولکې له ټینګېدو وروسته، ډیر شمیر افغانانو هڅه وکړه چې د کابل له هوايي ډګر څخه د بهرنیو ځواکونو په مرسته له افغانستان څخه ووځي، د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو د تیرکال د اګست تر ۳۰ مې د تخلیې په بهیر کې ۱۲۶۰۰۰ کسه له افغانستان څخه بهر ولېږدول شول.