امریکا په اردن کې پخپلو سرتیرو باندې برید ته د "قاطع ځواب" ویلو هوډ څرګند کړ

د متحده ایالاتو دا نظامي اډه چې "۲۲م څلی" نومیږي په اردن کې د سوریې پولې ته نږدې پرته ده.

پداسې حال کې چې متحده ایالات لا هم پدې غور کوي چې په اردن کې په سرتیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې د برید په غبرګون کې ایران او په سوریې او عراق کې ایرني پلوو ملیشو ته څه ډول ځواب ووایي خو په عین حال کې پدې هم کار کوي چې دا ډرون الوتکه څنګه د نظامي اډې د هوایي دفاع سیستم څخه تیره شوې.

امریکا ددې برید ملامتي د ایران له ملاتړه برخمنو ملیشو اچولې او سپینې ماڼۍ دوشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، د قاطع ځواب ویلو هوډ څرګند کړ.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران سره جګړه نه غواړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې په اردن کې په امریکایي ځواکونو دا برید "کړکیچ ډیرونکی دی او هیڅ اشتباه مکوئ چې ځواب ویلو ته اړتیا لري".

د ښاغلي کربي دې څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل ملي امنیت ټیم سره وکتل چې د دفاع وزیر لیوډ آسټن او د ملي امنیت د شورا سلاکار جیک سلیوان هم پکې برخه درلوده.

سره لدې چې ښاغلي کربي ویلي د متحده ایالاتو ځواب به "مهم وي" خو پدې هکله یي څه ندي ویلي چې آیا ښاغلی بایډن پدې هم غور کوي چې په ایران کې دننه ځیني اهداف وویشتل شي که نه.

ایران ویلي چې په امریکایي ځواکونو برید کې هیڅ لاس نلري او د متحده ایالاتو او بریتانیې دا تورونه یي هم رد کړي چې ګنې په سوریې او عراق کې د ملیشو ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې پدې هکله پلټنې کوي چې دا ډرون الوتکه څنګه نظامي اډې ته ننوتې خو یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل داسې ښکاري چې په عین وخت کې چې د متحده ایالاتو یوه ډرون الوتکه د ماموریت څخه وروسته دې نظامي اډې ته راستنیده، دې الوتکې هم د داخلیدو فرصت تر لاسه کړی.

پنټګان ویلي چې په برید کې درې سرتیري وژل شوي او ۴۰ نور ټپي شوي.

د پنټګان د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ په یو خبري کنفرانس کې ددې برید ملامتي په هغو ملیشو واچوله چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه یې ملاتړ کوي خو دا یې ونه ویل چې آیا دا برید د ایراني ځواکونو په لارښوونې شوی که نه.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو راپور کې ویل شوي چې په عراق کې د اسلامي مقاومت په نامه د ملیشو ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی په امریکایي ځواکونو د دې برید د کولو ادعا کړې.

د دې ګروپ یو غړي واشنګټن پوسټ ته ویلي "لکه څرنګه مو چې پخوا ویلي و، که امریکا د اسرائیل ملاتړ ته دوام ورکړي، جګړه به شدت واخلي".

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې په سیمې کې د "متحده ایالاتو ټولې ګټې مشروع اهداف دي. د متحده ایالاتو د ځواب ویلو د ګواښ پروا نکوو. مونږ پوهیږو چې په کوم لوري روان یو او شهادت زمونږ تحفه ده".

سعودي عربستان، اردن، بحرین، مصر او عراق په امریکایي ځواکونو دا بریدونه غندلي دي.