امریکا د نایجر څخه د ځواکونو ایستلو لپاره چمتوالی نیسي

امریکا په نایجر کې دوه نظامي اډې لري چې څه باندې ۱۱ سوه سرتیري پکې دیره دي.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو یو جګپوړی جنرال وایي د نایجر څخه د امریکایي ځواکونو بشپړه وتلو په هکله لا پریکړه نده شوې خو وایي چې تر ټولو ناوړه شرایطو ته د ځواب ویلو لپاره په چمتوالي کار روان دی.

د اروپا او افریقا لپاره د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال جیمز هیکر جمعه اګست ۱۸ (زمري۲۷) خبریالانو ته وویل چې پدې دواړو لویو وچو کې د هغه تر قوماندې لاندې قوماندانۍ د څو ډول احتمالي حالاتو لپاره د پلان په جوړولو اخته دي.

دې امریکایي جنرال وویل چې د دې احتمالي پلانونو له مخې ښایي شاوخوا ۱۱ سوه امریکایي ځواکونه چې په نایجر کې دیره دي، خپلې دوه هوایي اډې پریږدي چې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې کې مهم نقش لري.

جنرال هیکر وویل د هر ډول حالت راتګ لپآره امریکایي ځواکونه چمتو دي چې ځواب ووایي.

هغه زیاته کړه، "مونږ باید د هر ډول حالت لپاره چمتو اوسو. که چیرته د تخلیې موضوع راضي، د هر ډول احتمالي حالت راتګ امکان لري خو مونږ هیله لرو چې د یو څخه یې هم کار وانخلو".

امریکایي چارواکي څو اوونۍ کیږي چې خبرداری یې ورکړی ښایي د نایجر پوځ سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي چې تیره میاشت یې په نظامي کودتا کې جمهور رئیس محمد بازوم څخه واک ونیوه.

متحده ایالاتو لا هم په نایجر کې اوسنی وضعیت کودتا نده بللی ځکه ددې ډول حالت اعلانول به د نایجر سره د امریکا په نظامي همکارۍ ډیر اغیز ولري.

د نایجر پوځ د جولای په ۲۶ اعلان وکړ چې د ولسمشر محمد بازوم حکومت یې د یوې کودتا په نتیجه کې نسکور کړی او د هېواد واک یې په لاس کې اخیستی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندې سبرینا سینګ هم د همدې اوونۍ په سر کې وویل چې په نایجر کې وضعیت کودتا اعلانول به په سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځ په کړنو اغیز وکړی او همدارنګه به د نایجر د پوځ سره د امریکايي ځواکونو په همکارۍ تاثیر وکړي.

متحده ایالات اوس مهال په نایجر کې شاوخوا ۱۱۰۰ سرتیري لري چې په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش، القاعده شبکې او د دې وسله والو ډلو سره د ملګرو ډلو پر ضد د ترهګرۍ ضد ماموریتونه کوي.

دا سرتیري په نایجر کې په دوو هوایي اډو کې پراته دي چې د ۲۰۱ په نامه نظامي هوایي اډه د نایجر په اګادیز او ۱۰۱ په نامه اډه یې بیا د دې هیواد په پایتخت نیامي کې پرته ده.

د ۲۰۱ نظامي اډه چې متحده ایالاتو یې په رغولو ۱۱۰ ملیونه ډالر لګولي، د ترهګرۍ ضد ماموریتونو کې خورا مهم نقش لري ځکه چې د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا د همدې اډې څخه په وسله والو ډلو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کیږي.