امریکا په یمن کې د ایران د مداخلې "انکار نه کیدونکي" شواهد وښودل

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ایران پدې تورن کړی چې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې تر شا په پټیدو په منځني ختیځ کې بې ثباتي جوړوي.

نیکي هیلي واشنگټن ته نږدې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اطلاعاتي اژانس په مرکز کې خبریالانو ته په منځني ختیځ او په ځانگړې توگه په یمن کې د هغې په وینا د ایران د "انکار نه کیدونکې" مداخلې په اړه یو لړ شواهد وښودل.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې خبریالانو ته د هغه راکټ پاتې شوني وښودل چې تیره میاشت د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د ریاض په نړیوال هوایي ډگر توغولی و. میرمن هیلي وویل چې د ملگرو ملتونو رپوټونه د یمن د حوثي یاغیانو د "ورانکاریو شواهد" په ډاگه کوي چې د ایراني تجهیزاتو نه استفاده کوي.

میرمن هیلي پر دې خبره په ټینگار سره چې ایران د ملگرو ملتونو د پریکړه لیکونو برخلاف په سیمه کې تاوتریخوالي او سخت دریځۍ ته لمن وهلې ده وویل د ملگرو ملتونو رپوټ دا تائیدوي چې ایران په سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

میرمن هیلي وویل چې د امریکا متحده ایالات به د ایران ددې ډول چلند په وړاندې یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي چې دیپلوماتیک اقدامات به یې یوه برخه وي.

د یوې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې پاتې شوني

نیکي هیلي دا هم ویلي چې امریکا به د کانگرس او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړي ددغو شواهدو لیدلو او ارزونې ته راوبولي. هغې وویل چې د میزایل دغه پاتې شوني یې د سعودي عربستان او د عربي متحده اماراتو نه په امانت اخیستي دي.

سعودي عربستان او عربي متحده امارات د هغه ایتلاف مشري کوي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه کوي. د حوثي یاغیانو ضد ایتلاف همداشان په دې وروستیو کې پر یمن هوایي، ځمنکۍ او سمندري لارې تړلي دي چې هغه هیواد ته یې د بشري مرستو رسول هم خنډني کړي دي.

د میرمن هیلي د خبري کنفرانس نه وروسته په ملگرو ملتونو کې د ایران نمایندگۍ سمدستي یوه اعلامیه خپره کړه او پر هغه هیواد باندې لگیدلي تورونه یې رد کړل او هغه یې "غیر مسؤلانه، لمسونکي او ویجاړونکي" وبلل.

له بلې خوا سعودي عربستان د ایران له لورې د حوثي یاغیانو د ملاتړ په اړوند د میرمن هیلي د څرگندونو او د ملگرو ملتونو د رپوټ هرکلی وکړ.