د امریکا منځنۍ دورې انتخابات؛ د ټرمپ او جمهوري غوښتونکو لپاره ازمایښت

د منځني دورې انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي.

په متحده ایالاتو کې د سنا او استازو د مجلس د مځنۍ دورې انتخابات د همدې روان ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې کیږي خو په ځینو ایالاتو کې ګوندي انتخابات سه شنبه مې ۳ (غوایي۱۳) پیلیږي.

ټاکل شوې د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونه په څه باندې لسو ایالتونو کې ګوندي انتخابات وکړي.

سره لدې چې دا سیالۍ د دواړو ګوندونو لپاره مهمې دي خو د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او هغو کاندیدانو لپاره چې ښاغلي ټرمپ یې ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه اهمیت لري.
ښاغلي ټرمپ پدې ګوندي انتخاباتو کې د ګڼ شمیر کاندیدانو سره ملاتړ څرګند کړی او دا به ثابته شي چې آیا د جمهور رئیس جوبایډن لخوا تر ماتې خوړولو ۱۸ میاشتې وروسته دونالډ ټرمپ لا هم په جمهوري غوښتونکي ګوند کې اسر او رسوخ لري که نه.

پدې انتخاباتو کې به دا هم روښانه شي چې آیا ښاغلی ټرمپ به د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د ودریدو لپاره څومره ملاتړ او محبوبیت ولري.

ځینې سرچینې چې دا انتخابات څاري وایي د اوهایو، پنسلوانیا، شمالي کارولاینا او الباما په ایالتونو کې چې ټول یې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو لپاره مهم دي، د سنا مجلس لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند په هرو لسو کاندیدانو کې لږ تر لږه څلورو یې پخپلو انتخاباتي اعلانونو کې د ښاغلي ټرمپ نوم یاد کړی.

مبصرین پدې اند چې دا انتخابات به څرګنده کړي چې آیا د جمهوري غوښتونکو انتخاباتي محور لا هم ټرمپ دی که نه.

د نومبر میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ښایي یوه تر ټولو غټه سیالي د جورجیا په ایالت کې وي. سره لدې چې د تیر ځل جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دا ایالت دیموکرات ګوند ګټلی و خو که دا ځل بیرته جمهوري غوښتونکي ګوند ته رایه ورکړي، د سیالۍ موازینه بدلولی شي او د ښاغلي بایډن لپاره به ښه خبر نه وي.

دا ایالت پدې خاطر هم مهم دی چې تیر ځل ښاغلي ټرمپ پکې د انتخاباتو په هکله غلط معلومات ورکړل او د رایو د شرایطو پر سر هم پکې غټ جنجالونه وشول.

مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څو ځله ددې ایالت جمهوري غوښتونکي والي بریان کیمپ پدې خاطر وغانده چې ولې یې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخابات تصدیق کړل.