امریکا تر بندیز لاندې روسي میلیاردر پر شتمنیو چاپې وهلي - رسنۍ 

د ان بي سي نیوز د راپور له مخې د متحده ایالاتو قانون پلي کوونکې ادارې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د نژدې روسي میلیاردر "ویکتور ویکسلبرګ" په دوو ملکیتونو چاپه وهلي. ښاغلی ویکسلبرګ د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

د راپور له مخې، فدرالي اجنټان او د محلي پولیسو افسران وروسته له هغه چې د منهاټن په شانداره پارک ایونیو کې د یو اپارتمان او په هیمپټون کې د یو کور څخه د وتلو پر وخت لیدل شوي چې بکسونه یې له ځان سره لیږدول. دا سیمه د نیویارک ښار ته نږدې د رخصتۍ تیرولو یو عالي ځای دی.

NBC د متحده ایالاتو د خزانې د اسنادو په حواله ویلي چې دواړه ملکیتونه د ویکسلبرګ پورې تړاو لري. دغې رسنۍ همداشان راپور ورکړی چې چارواکي د میامي په فشر ټاپو کې هم یو ملکیت لټوي چې ګومان کیږي له ویکسیلبرګ سره تړاو لري.

ویکسیلبرګ د رینووا ګروپ مشر دی، چې مرکز یې په مسکو کې دی. هغه یو له څو شتمنو روسیانو څخه دی چې په اوکراین باندې د مسکو له برید وروسته پرې بندیزونه لګول شوي دي.

بندیزونو په متحده ایالاتو کې د ښاغلي ویکسیلبرګ شتمنۍ کنګل کړي او امریکايي شرکتونه یې له هغه او د هغه له شرکتونو سره له سوداګرۍ منع کړي دي.

د ان بې سي د راپور له مخې د هغه په هکله د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت لخوا د بانکي درغلۍ کولو په اړه هم تحقیقات کیږي، خو تر اوسه هیڅ تورونه پرې ندي درج شوي.

د اپریل په میاشت کې، د ۹۰ میلیون یورو (۹۹ ملیون ډالرو) په ارزښت د ویکسیلبرګ یوه ستره تفریحي بیړۍ د متحده ایالاتو د حکومت په غوښتنه د اسپانوي چارواکو لخوا ونیول شوه.

د اسپانیا د ملي ګارډ ملکي پولیسو هغه وخت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو چې د تانګو په نوم ۷۸ متره اوږده بیړۍ د مدیترانې د پالما ډی مالورکا په بندر کې د اسپانیا د پولیسو لخوا ونیول شوه.