امریکا په اوکراین باندې پر روسیې د توغندیو د برید پر بندیز له سره غور کوي

په دونیڅک کې د سره صلیب پر موټر برید شوی.

متحده ایالاتو پنجشنبې سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۲) وښودله چې ښايي اوکراین ته د روسیې پر خاوره د توغندیو د برید کولو اجازه ورکړي ترڅو هغه وسلې له منځه یوسي چې مسکو پر اوکراین باندي د هوایي بریدونو لپاره ځای پرځای کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وارسا کې په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین اړتیاوې په نظر کې نیسي.

بلینکن وویل: "موږ به د اړتیا سره سم پر موضوع له سره غور وکړو. پدې کې اوکراین ته ددې کار د اجازې ورکول شامل دي چې د روسیې د یرغل په وړاندې د دفاع لپاره په خپل اختیار کې وسایل وکاروي."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روسیې پر خاوره د اوکراین د توغندیو د برید په اړه، مسکو د کیف د لویدیځو متحدینو د زړه نازړه حالت څخه ګټه پورته کوي.

زیلینسکي وویل: "په دې بهیر کې ځنډ د دې لامل کیږي چې روسیه خپل پوځي وسایل له پولې لیرې ولیږدوي."

امریکا او نور لویدیځ متحدین چې د جګړې د لا پراختیا په اړه اندېښمن دي، په دې شرط اوکراین ته توغندي ورکړي چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره ونه کارول شي.

اوکراین په مسکو باندې د بې پیلوټه الوتکو برید کړی او خپلې پولې ته څېرمه د روسیې په خاوره کې یې اهداف په نښه کړي دي. خو زیلینسکي په مکرر ډول غوښتنه کړې چې لویدیځ متحدین دې کیف ته اجازه ورکړي چې د روسیې په خاوره کې د توغندیو په مرسته د مسکو د وسلو زیرمې په نښه کړي.

روسیې په تیرو پنځو اونیو کې، ددې پرځای چې په خپل جنوب لویدیځ کورسک ولایت کې د اوکرایني ځواکونو لخوا نیول شوې سیمې ازادې کړي، په اوکراین باندې هوايي بمبارۍ ګړندۍ کړي دي.

بلینکن د پنجشنبې په ورځ د پولنډ د بهرنیو چارو له وزیر رادوسلاو سیکورسکي سره وکتل او یوه ورځ وړاندې یې په کیف کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډیویډ لامي او اوکرایني چارواکو سره په کیف کې د اوکراین د دفاع لپاره په "بیړنیو اړتیاوو" خبرې وکړې.

بلینکن او لامي ژمنه وکړه چې د توغندیو د کارولو د پراختیا په اړه د اوکراین غوښتنه به خپلو مشرانو ته ورسوي.

دا مطلب هم ولولئ د روسیې په خاورې باندې د برید د محدودیت کمول؛ امریکا او بریتانیا د اوکراین غوښتنه ارزوي

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د برتانیا صدراعظم کیر سټارمر د جمعې په ورځ په داسې حال کې په واشنګټن کې ګوري چې واشنګټن او لندن دواړه اوکراینیانو ته ددې اجازې د ورکولو په اړه تر پخوا راضي ښکاري چې د روسیې دننه هدفونو په نښه کولو لپاره خپلې وسلې وکاروي.

د ناټو غړی پولنډ چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، هم د اوکراینیانو ملاتړ کوي.

له خبریالانو سره په خبرو کې بلینکن ټینګار وکړ چې هغه په دې باور دی چې اوکراین کولی شي جګړه وګټي.

بلینکن وویل: "په حقیقت کې، موږ ژمن یو او غواړو چې اوکراین دا جګړه وګټي. موږ په مکرر ډول د ستونزو په وړاندې د اوکراین بریا لیدلې ده."

بلینکن زیاته کړه چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین "عمده هدف دا وو چې اوکراین د یو خپلواک هېواد په توګه له نقشې پاک کړي، خو هغو په خپل دې هدف کې ناکام شوی دی."

سیکورسکي وویل چې روسیې د تاریخ په اوږدو کې جګړې بایللي او زیاته یې کړه چې "روسیه باید دا جګړه نه یوازې د اوکراین لپاره، بلکې د روسیې د ښېګڼې لپاره وبایلي."

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په دونیڅک کې د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه د بشري مرستو ویشلو مرکز ترڅنګ د توغندي لګېدو له کبله د دوی درې کارکونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سره صلیب ویلي چې پېښه په داسې حال کې شوې چې د بشري مرستو د ویش لړۍ لا نه وه پیل شوې او په چاودنې کې د سیمې اوسیدونکو ته زیان نه دی رسیدلی.

په دونیڅک کې له برید وروسته د سره صلیب موټر سوځېدلی.

ددغې موسسې رئیس مریانا سپولیاریچ په یو بیان کې وویل: "د سره صلیب پر کارکوونکو بریدونه په کلکو ټکو غندو. دا د منلو وړ نه ده چې د مرستو ویشلو ځایونه په نښه شي."

د سره صلیب کارکوونکو د دونیڅک په شمال کې د ژمې په درشل کې، پر اړمنو خلکو د سون د لرګيو او ډبرو سکرو ویشلو ته تیاری نیوه چې د کارکوونکو یو موټر یې په نښه شو.

د اوکراین په شمال ختیځ کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د کونوتوپ په ښارګوټي کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. چارواکو وویل، په برید کې د انرژۍ او ملکي زیربناوو تاسیسات په نښه شوي دي.

روسي ځواکونو د خرسون په سیمه کې هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چیرې چې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین هوایي دفاع څلور بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د اوکراین پوځ وویل چې دوی په خپله خاوره کې د روسیې د ۶۴ بې پیلوټه الوتکو څخه یې ۴۴ راغورځولي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، درې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې یې د بلګورود په سیمه کې، دوه په کورسک او یوه بله په براینسک کې ویشتل شوي دي.

دا مطلب د اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو د راپورونو په اساس چمتو شوی.