د امریکا د ولسمشرۍ جمهوري غوښتونکي نوماندان دوهمې مناظرې ته چمتو کیږي

ولسمشرۍ ته په جمهوري غوښتونکو نوماندانو کې، چې ټاکل شوې په مناظره کې برخه ولري، کریس کریسټي، ران ډیسانټیس، ټیم سکاټ، نیکي هېلي، ویویک راماسوامي، او د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مایک پینس شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندان د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) په دوهمه مناظره کې برخه واخلي.

ددې مناظرې دپاره ځای د کالیفورنیا ایالت کې د ریګن کتابتون غوره شوی دی. د امریکا څلویښتم ولسمشر، رونالډ ریګن د امریکا د یو محافظه کار ولسمشر په نوم شهرت لري.

هغه خپل عام شهرت د یوه سینمايي اداکار او ازادخیاله دموکرات په توګه ترلاسه کړ، خو وروسته جمهوري غوښتونکي ګوند ته لاړ. په ۱۹۸۰ لسیزه کې د یو مشهور ولسمشر په حیث، هغه د محافظه کارانو ځینې اساسي غوښتنې وپاللې چې کوچنی حکومت رامنځ ته کړي، مالیات کم کړي، خو دفاعي بودجه زیاته کړي.

ریګن چې په یو ښه ویناوال مشهور و، ځینو ساده او سپینو خبرو يې تاریخ جوړ کړ. دا خبره یې ډېره مشهوره ده چې ویل یې: "ښاغلی ګرباچوف، دا دېوال راونړوه!"

د رېګن په هکله لیکوال کرېګ شرلي وايي: "رېګن د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو محبوب جمهوري غوښتونکي ابراهام لینکن ځای نیولی دی."

کریګ شرلي د ریګن په ټاکنیزو سیالیو او د ولسمشرۍ په دوره کې ورسره و او د هغه په باره کې يې شپږ کتابونه لیکلي دي. هغه وایي چې اوسني جمهوري غوښتونکي نوماندان به د مناظرې په جریان کې ځانونه د رېګن سره پرتله کړي.

ولسمشرۍ ته په جمهوري غوښتونکو نوماندانو کې، چې ټاکل شوې په مناظره کې برخه ولري، د نیوجرسي والي کریس کریسټي، د فلوریډا والي ران ډیسانټیس، د جنوبي کارولینا سناتور ټیم سکاټ، د جنوبي کارولینا پخوانۍ والي نیکي هېلي، د بایو ټیکنالوژۍ پانګه وال ویویک راماسوامي، او د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مایک پینس شامل دي.

کریګ شرلي وايي: "مایک پینس به خامخا د مسایلو په اړه د رېګن نظریاتي دریځ ونیسي. نیکي هېلي او ویویک راماسوامي به هم عین دریځ ونیسي."

راماسوامي د اګست په ۲۳ په لمړۍ مناظره کې چې د ویسکانسن په ایالت کې ترسره شوه، وویل چې پر اوکراین د روسیې د تیري په پرتلې، چین د ډيرې اندېښنې وړ دی. خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي خپل دا ځوان سیال په بهرني سیاست کې د کمې تجربې له امله وننګاوه.

رېګن، چې په خپل وخت کې د امریکا د تاریخ ترټولو زیات عمر لرونکی ولسمشر و، په یوه مناظره کې يې پر عمر وخندل او ویې ویل: "زه به د سیاسي مقاصدو دپاره د خپلو سیالانو ځواني او بې تجربه توب یاد نکړم."

د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په دې مناظره کې ګډون ونکړي. هغه په لومړۍ مناظرې کې هم برخه نلرله. میرمن هیلي په هغه مناظره کې د خبرو پر مهال ټرمپ د امریکا تر ټولو ناوړه سیاستوال ګڼلی و. او کریسټي او پینس د هغه د نوماندۍ د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه. خو راماسوامي ټرمپ د یویشتمې پيړۍ تر ټولو غوره ولسمشر بللی و.

لیکوال ایوان مورګن وایي، ریګن به په دا ډول بی اتفاقۍ او سیاسي وضعیت ډير خپه شوی وای. هغه زیاتوي: "هغه ډیر متمدن او ښه شخصیت و او خاصیتونه یي هم عادي نه وو. نو دا هغه څه دي چې د اوسنیو جمهوري غوښتونکو سره نه پرتله کیږي."

خو د رېګن یوه خبره لا هم صدق کوي چې پوښتل یې: "ایا تاسې د څلور کاله پخوا په پرتله اوس ښه یاست؟"

دا د ولسمشرۍ په اوسنیو ټاکنیزه سیالیو کې مهمه پوښتنه ګڼل کیږي. د چهارشنبې په ماښام به د ولسمشرۍ نوماندان د رایه ورکوونکو د قناعت لپاره هڅه وکړي چې ووایي دوی کولای شي جمهوري غوښتونکی ګوند د سپینې ماڼۍ مشرۍ ته ورسوي.