امریکا د خپلو اټومي بمونو شمیر روښانه کړ

په اوهایو ایالت کې د یورانیمو د تولید فابریکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۵ (تلې ۱۳) د خپلو اټومي کوپړیو شمیر روښانه کړ.

د امریکا پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ددغه هیواد د اټومي کوپړیو د شمیر په اړه چوپتیا غوره کې وه.

امریکایي پوځیانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر تر ۳۰ پورې ۳۷۵۰ فعالې او غیر فعالې اټومي‌ کوپړۍ درلودې چې دا شمیر د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر د ۳۰ په پرتله ۵۵‌ او د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر د ۳۰ په نسبت ۲۷ کوپړۍ کموالی ښکاره کوي.

له ۱۹۶۷ میلادي کال وروسته چې د امریکا متحده ایالتونو او د پخواني شوروي اتحاد ترمنځ سړه جګړه اوج ته رسیدلې وه، دا شمیر د امریکا د اټومي کوپړیو تر ټولو لږ شمیر ښکاره کوي. په ۱۹۶۷ میلادي کال کې په مجوع کې ۳۱ زره و ۲۵۵ اټومي کوپړۍ موجودې وې.

د امریکا د اټومي کوپړیو په اړه شمیرې د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې خپرې شوې چې د جوبایډن حکومت له روسیې سره د وسلو د کنټرول مذاکرات له سره پیلوي ، هغه مذاکرات چې د ټرمپ د حکومت پرمهال له بندون سره مخ شوي وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي‌ دي چې د اټومي کوپړیو د ذیرمو په اړه شفافیت د وسلو د پراخیدو د مخنیوي او د اټومي بې وسلې کونې لپاره ځانګړې ارزښت لري.

د ستکهلم د سولې د نړیوالو څیړنو د انستیتوت د راپور له مخې چې د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې خپور شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلې تقاعد شوي اټومي کوپړۍ حساب کړي ندي چې په مجموع کې د امریکا د ټولو اټومي کوپړیو شمیر ۵۵۵۰ ته رسیږي.

د یاد راپور له مخې، روسیه ۶۲۵۵، چین ۳۵۰ ، بریټانیا ۲۲۵ او فرانسه ۲۹۰ اټومي کوپړۍ لري.

په دې راپور کې زیاته شوې چې هند، پاکستان، اسرائیل او شمالي کوریا په مجموع کې ۴۶۰ اټومي کوپړۍ لري.