د بودجې پر سر جنجال: امریکا ښایي د جون په لومړۍ د پور په خلاصولو کې پاتې راشي

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې خبرداری ورکړی چې ښایي حکومت د جون په میاشت کې ونشی کړي خپل مالي مسؤلیتونه ادا کړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) خبرداری ورکړی که د پور اخیستو اندازه لوړه نشي، دا هیواد ښایي ونشي کړای خپل مالي مسؤلیتونه ادا کړي او د " پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د ناوړه خطر" سره به مخامخ شي.

جینت یلن دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې د کانګرس غړي او د جمهور رئیس جو بایډن اداره د پور د اندازې ډیرولو او حکومتي لګښتونو کمولو پر سر په جنجال اخته دي.

د کانګرس د استازو مجلس چې مشري یې د سیاسي مخالف ګوند جمهوري غوښتونکو په لاس کې ده، تیره اوونۍ ویلي و چې پدې شرط د ملي پور اندزاه لوړوي چې جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د لګښتونو په بودجې کې د پام وړ کموالی راولي.

جمهوري غوښتونکي وایي د حکومت د لګښتونو بودجه تر اندازې لوړه ده خو جمهور رئیس بایډن د لګښتونو د بودجې د کموالي لپاره د جمهوري غوښتونکو غوښتنه نه مني.

جمهوري غوښتونکي غواړي د " محدود کولو، سپما کولو او پراخولو" په نامه قانون پر مټ چې د لګښتونو د بودجې کموالی یې یوه برخه ده د ښاغلي بایډن د حکومت سره په خبر اترو کې خپل دریځ غښتلی کړی خو دا لایحه ځکه په قانون نشي بدلیدی چې له یوې خوا دموکراتان چې د سنا په مجلس کې اکثریت دي، نه مني او سپینه ماڼۍ یې هم نه مني.

د کانګرس او حکومت تر منځ همدې بندون دا امکانات ډیر کړی چې ښایي متحده ایالات د لومړي ځل لپاره د ملي پور په ادا کولو کې پاتې شي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې د استازو مجلس مشر کیون مکارتي او نورو مشرانو ته په یو لیک کې لیکلي، " زمونږ تر ټولو غوره اټکل دا دی که چیرته کانګرس تر ټاکلې نیټې پورې د پور اندازه لوړه یا ونه ځنډوي نو وبه نشو کړی چې د جون میاشتې په سر کې او ښایي د جون په لومړۍ نیټې د حکومت ټولي مالي مسؤلیتونه ادا کړو".

د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جنوري په میاشت کې د متحده ایالاتو د پور اخیستو اندازه ۳۱.۴ ټریلیون ډالرو ته ورسیده او د خزانې وزارت د حکومت د لګښتونو ورکولو لپاره ځیني فوق العاده اقدامات وکړل.

د خزانې وزیرې ویلي چې "اوسنیو وړاندوینو په پام کې نیولو سره مهمه ده چې کانګرس د پور اخیستو د اندازې د لوړولو یا ځنډولو لپاره هر څومره ژر چې وي داسې عمل وکړي چې د اوږد مهال لپاره دا یقني حالت پیدا کړي چې حکومت وکړی شي پورونه په وخت ادا کړی شي".

په عین حال کې سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس جو بایډن د واشنګټن پر وخت دوشنبه ناوخته د استازو مجلس مشر کیون مکارتي ته ټیلیفون کړی او د روانې مې میاشتې په نهمه یې د لیدو لپاره وربللی. پدې ملاقات کې په کانګرس کې نور جمهوري غوښتونکي او دموکرات مشران هم بلل شوي.

یوه سرچینه چې د خبرو اترو په هکله معلومات لري د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې بایډن او مکارتي د پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د مخنیوي لپاره د ملي پور اخیستو د اندازې په لوړولو غږیدلي.

مکارتي د استازو مجلس مشر دی او د متحده ایالاتو د بودجې اړوندو موضوعاتو باندې اساسي کنټرول لري. ښاغلي مکارتي په یوې اعلامیې کې چې دوشنبه ناوخته یې خپره کړې په جمهور رئیس بایډن تور پورې کړی چې ملت د پور په ادا کولو کې د لومړي پاتې راتګ خوا ته ټیل وهي.

د مکارتي د اعلامیې څخه داسې څرګندیږي چې د جمهور رئیس بایډن غوښتنه یې نده منلې. هغه په اعلامیې کې په بایډن او سنا مجلس غږ کړی چې "ژر د لګښتونو کمول ومني او د کړکیچ مخنیوي دې وکړي."