افغانستان، امریکا او روسیه د افغان سولې مخامخ خبرو په اړه غږیږي

افغان حکومت ویلي چې د دغو مذاکراتو لپاره د ځای او نېټې پر ټاکلو بحثونه روان دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن ماښام پر افغان سولې د بحث لپاره د افغان، امریکايي او روسيې چارواکو تر منځ د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه جوړېږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د دوشنبې په ورځ د جون ۱۵ (غبرګولي ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې په دې درې اړخیزه غونډه کې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بندیانو خوشې کولو، بین‌الافغاني مذاکراتو او دایمي او هر اړخیز اوربند باندې خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې په دې غونډه کې به درې‌واړه خواوې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو هم بحث وکړي.

د افغان سولې په تړاو دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی نیول کېږي.

افغان حکومت ویلي چې د دغو مذاکراتو لپاره د ځای او نېټې پر ټاکلو بحثونه روان دي.خو معلومه نه ده چې دغه مذاکرات به کله تر سره شي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي تیره ورځ ویلي چې افغان حکومت په دوحه کې د لومړۍ غونډې لپاره یوازې هوکړه کړې، خو زیاتوي چې تراوسه د مستقیمو خبرو ځای ځایکې په اړه کومه موافقه نه ده شوې.

خو تیره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکاغږ ته وویل چې د پاتې طالب بندیانو تر خلاصولو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ غونډه په دوحه کیږي.

له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې افغانان تر بل هر وخت د بین‌الافغاني خبرو پیلېدو ته نژدې شوي دي.

همدارنګه ولسمشر غني هم تیره اونۍ د اتلانتیک شورا سره د ویډيويي کنفرانس له لارې خبرو کې په نژدې راتلوونکې کې دسولې بهیر په اړه د پرمختګ خبر ورکړی و.