روسیه د امریکا ۱۰ دپلوماتان د مسکو نه باسي

په مسکو کې د روسیې د سفارت ودانۍ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو نه د لسو امریکایي دپلوماتانو د ایستلو اعلان کړی چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي جنجال د دوام ښکارندويي کوي. روسیه دا کار د واشنګټن د بالمثله اقدام په ځواب کې کوي.

امریکا تیره ورځ اعلان کړی و چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو، د روسیې د سایبري بریدونو او د اوکراین سره د دې هیواد د چلند له وجې پرې بندیزونه لګوي او لس روسي دپلوماتان هم د واشنګټن نه باسي.

روسیې دا ټول تورونه رد کړیدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په خبري کنفرانس کې ویلي و چې د امریکا د بندیزونو لګولو ته به غبرګون ښیي.

د لسو امریکایي دپلوماتانو د ایستلو تر څنګ ښاغلي لاوروف وویل چې مسکو په ۸ امریکایي چارواکو هم بندیزونه لګوي. مسکو همدارنګه د هغو امریکایي ادارو فعالیتونه بند کړي چې شک پرې کیږي د روسیې په کورني مسایلو کې لاس وهنې کوي.

تر دې وړاندې د کرملین ویاند دمیتري پسکوف ویلي چې د امریکا بندیزونه د منلو وړ ندي خو تر څنګ یې دا هم ویلي و چې د خبرو لپاره لار پرانیستې ده.

په روسیې د بندیزونو د اعلان نه وروسته د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي و چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو لارې خلاصې وي.