تمه کیږي امریکا او روسیه د اټومي وسلو د څارنې خبرې له سره پیل کړي  

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) وویل، تمه ده چې متحده ایالات او روسیه ډیر ژر د هیوادونو ترمنځ د اتومي بې وسلې کولو د تړون "نیو ستارت" په چوکاټ کې د څارنې د بیا پیل په احتمال خبري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل:" موږ توافق وکړ چې BCC د "دوه اړخیزو همکاریو کمیټه" به د نیو ستارت د تړون په چوکات کې په نږدې راتلونکې کې ملاقات وکړي."

ښاغلي پرایس زیاته کړه، که څه هم د کمیټې کار محرم دی خو "موږ یو ګټور بحث ته هیله من یو." نوموړي وویل، پر اوکراین به د روسیې د برید سره سره ، امریکا په دې خبرو کې د خطراتو په کمیدو تمرکز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غونډې د تاریخ او ځای په اړه څه ونه ویل، خو دا غونډه به د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د دواړو لورو لومړۍ غونډه وي.

مسکو د اګست میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې اټومي قرار داد په چوکاټ کې د خپلو نظامي ساحو څخه د امریکا څارنه ځنډوي، روسیې ددې کار علت د امریکا له خوا د روسیې د څارنې مخنیوی بللی وو.

د New START تړون د دواړو ستر اټومي هیوادونو ترمنځ وروستی دوه اړخیز تړون دی چې لاسلیک کیږي.

دا تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی، هر هیواد یې د حد اکثر ۱۵۵۰ اټومي کوپړیو درلودو ته محدود کړی، کوم چې د ۲۰۰۲ کال د تړون په نسبت یې اټومي وسلې ۳۰ سلنه محدودې کړي دي.

یاد تړون همدارنګه د توغونکو سیستمونو او لویو بم غورځونکو شمیر ۸۰۰ ته محدودوي، هغه وسلې چې په اوسني وضعیت څو ځله د ځمکې د له منځه وړلو لپاره کافي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې هوکړه وکړه چې تړون د پنځو کلونو لپاره یعني تر ۲۰۲۶ میلادي کاله پورې وغځوي.

تر اوسه مسکو او واشنګټن د یاد تړون په چوکاټ کې په کال کې هر لوري ته له ۲۰ کم د څارنې متقابله اجازه ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې هیواد یې غواړي چې له روسیې سره د اړیکو کانال پرانیستی وساتي، په خاص ډول په هغو دوه اړخیزو مسایلو کې چې د واشنګټن او مسکو لپاره ارزښت لري.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې له نظامي برید سره سره چې واشنګټن یې سخت مخالف هم دی، د دواړو هیوادونو ترمنځ دا ډول کانالونه خلاص دی.