امریکا وايي باید د بشار الاسد د لېرې کېدو پرېکړه وشي

جان کیري له ایران او روسیې وغوښتل چې پر بشار الاسد فشار راوړي چې له واکه لېرې شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي جمهور رېیس اسد به ګوښه شي خو د هغه د لری کیدو وخت به د مذاکرو له لاری تعین شي.

ښاغلی کیري د خپل بریتانوي سیال سره د خبرو دپاره په لندن کې دی.

د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزیر سره ترخبرو وروسته، ښاغلي کیري د روسیې او ایران نه وغوښتل چې پر اسد د خپل نفوذ نه کار واخلي او هغه قانع کړي چې د قدرت سیاسي انتقال لپاره خبرې وکړي.

کیري وایي "د تیر یونیم کال راهیسې موږ وایو چې اسد باید لری شي . په څه ډول باید لری شي، دا هغه پریکړه ده چې د ژنیو د مذاکرو په چوکاټ کې باید فیصله شي."

ښاغلی کیري وایي، متحده ایالات په سوریه کې د داعش د ځپلو په برخه کې د روسیې دخالت ستایي، خو دمهاجرینو کړکېچ ورځ تربلی خرابیږي او یوې داسې همکارۍ ته اړتیا لري چې د مصالحې یوه لاره پیدا شي چی په هغه هیواد کې د یو سیاسي بدلون سبب شي.

کیري وویل "موږ مذاکرو ته چمتو یو خو آیا اسد ریښتنو مذاکرو ته چمتو دی؟ آیا روسیه دیته اماده ده چې هغه د مذاکراتو مجلس ته راولي؟"

ښاغلی کیري نن د جرمني مقاماتو سره په برلین کې خبرې کوي.

سوریه او روسیه!

پدې وروستیو کې د سوریې یوې نظامي منبعې وویل ځواکونو یي هغه نوې هوایي او ځمکنۍ وسلې استعمال کړې چی د روسیې لخوا ورته ورکړل شوي.

دا د روسیې داسې مرسته ده چې د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزیر فیلیپ هامند په وینا همدا مداخله په سوریه کې د وضعیت د خرابیدو سبب شو.

ښاغلی هامند وایي "د روسیې د دخالت په وجهې په سوریه کې حالات ورځ تربلی پیچلي کیږي."

ښاغلی هامند پدې باور دی چې باید په دې مسله د یوې لویې ستونزې په شکل بحث وشي، ځکه د هامند په وینا پدې موضوعاتو کې د مهاجرت فشار، په سوریه کې بشري ناورین، او ترڅنګ یی د داعش د ډلې د ځپلو لپاره ضرورت شامل دی.

روسیه وایي په سوریه کې د هغوﺉ وروستي نظامي فعالیتونه ددی دپاره شوي چې هلته د داعش ډله وځپي. خو چارواکي وایي په سوریه کې د روسیې دا نظامي تحرکات، د افغانستان په جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد له مداخلې نه وروسته، ترټولو پراخ نظامي ماموریت گڼل کېږی چی بهرته ېې لیږلی دی.