امریکا د ایران او چین په یو شمېر شرکتونو او اشخاصو بندیزونه ولګول

تازه لګول شوي بندیزونه د امریکا د هغو اقداماتو د لړۍ برخه ده چې موخه یې د ایران د بالستیک توغندیو او ډرون په پروګرامونو کې ښکېلو خواوو ته د سزا ورکول دي.

متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ جولای ۳۰ (زمري نهمه) د چین او ایران پر هغو پنځو کسانو او اوو شرکتونو بندیزونه ولګول چې د تهران د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د جوړولو له پروګرامونو سره په مرسته کولو تورن دي.

د امریکا د خزانې وزارت په یو بیان کې ویلي، دا بندیزونو په چین، هانګ کانګ او ایران کې هغه اشخاص او شرکتونه په نښه کوي چې د ایران د دفاع وزارت د لوژستیک څانګې لپاره د اړینو وسایلو په پیرلو کې ښکېل دي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن وویل: "د نن ورځې دا اقدام یو شمېر هغه مهم مخکښ شرکتونه او د هغوی باوري اجنټان افشا کوي چې له لارې یې ایران د دغو وسایلو د ترلاسه کولو هڅه کړې ده."

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به پر هغو کسانو او شرکتونو باندې د بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي چې "د وژونکو وسلو د تولید په برخه کې د ایران وړتیا اسانه کوي."

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، په نویو بندیزونو کې په نښه شوي کسان او شرکتونه د ایران د دفاع وزارت د لوژستیک څانګې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د جوړولو لپاره د لارښود او کنټرول سیستمونو د پرزو په پیرلو کې ښکیل وو.

په دې کې د چین په پلازمینه بیجینګ کې د "شین نایټس" په نوم مشهور شرکت او همدارنګه په ایران کې د "الیکټرو اپټیک سیران" شرکت شامل دي.

د سه شنبې په ورځ لګول شوي بندیزونه د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو د وزارتونو لخوا د هغو اقداماتو د لړۍ برخه ده چې موخه یې د ایران د بالستیک توغندیو او ډرون په پروګرامونو کې ښکېلو خواوو ته د سزا ورکول دي.