امریکا د لبنان دوه پخواني وزیران په تور لیست کې شامل کړي دي 

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ډېوېد شېنکر ویلي چې د لبنان پخوانیو وزیرانو په ځېنو هغو فسادونو کې یې لاس درلودل چې په لبنان کې یې د حزب الله فعالیت ته زمینه برابروله

امریکا د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۸مه (وري ۱۸) د لبنان حکومت د دوو پخوانیو وزیرانو نومونه په تور لیست کې لیکلي دي. پر دغو سیاستوالو تور پوری شوی چې له حزب الله ډلې سره اړیکې پالي.

ایران له حزب الله څخه ملاتړ کوي او امریکا پر دغې شیعه ډلې د لازیاتو بندیزونو ګواښ کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې دوي د لبنان د ټرانسپورت او مالیې پخواني وزیران، یوسف فنیانوس او علي حسن خلیل په تور لیست کې شامل کړي دي. امريکايي چارواکو ویلي چې دغه کسان په فساد کې ښکېل وو او د مالي ګټو لپاره یې له خپل سیاسي قدرت نه ناوړه استفاده کړې ده.

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ډېوېد شېنکر ویلي چې: "فینانوس او خلیل حزب الله ته د سیاسي او اقتصادي خدمتونو په برابرولو کې ښکیل وو او په ځېنو هغو فسادونو کې یې لاس درلودل چې په لبنان کې یې د حزب الله فعالیت ته زمینه برابروله."

شېنکر زیاته کړې چې د امریکا تازه اقدام هغو کسانو لپاره یو څرګند پيغام لېږي چې له حزب الله سره همکاري کوي.

ددغه امریکايي دېپلومات په وینا "هرڅوک باید کاملاً" د نورو بندیزونو تمه ولري.

تازه بندیزونه په امریکا کې ددغو دوو پخوانیو لبناني چارواکو شتمني کنګلوي او امریکایانو ته سپارښتنه کوي چې له هغوي سره له معاملاتو نه ډډه وکړي.

د حزب الله یوې متحدې ډلې، عمال غورځنګ د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ۹مه) ویلي چې د امریکا بندیزونه به د دوي پر فعالیتونو اغیزې ونکړي. دغه غورځنګ زیاته کړې چې تازه بندیزونه د لبنان ولس ته زیان رسوي.