متحدو ایالتونو د امریکایانو د نیولو له کبله په روسیې او ایران بندیزونه ولګول 

د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې په استخباراتي ادارې (اف اس بي) او د ایران د انقلابي ګارد په ځواکونو باندې د والسټریټ ژورنال د خبریال په څیر ځینو امریکایانو د نیولو او یرغمل کولو له کبله نوي بندیزونه ولګول.

یو امریکایي مقام نن پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوايي اوومه) وویل چې امریکا دا ښکاره کوي‌ چې څوک نشي کولای د «وسیلې او چنې وهلو د ابزارو په توګه د انسانانو د استعمال په دې ناوړه عمل کې دخیل شي او له عواقبو سره یې مخامخ نشي».

د امریکا د بهرنیو چارو او د خزانې وزارتونو مخکې هم د روسیې او ایران په دغو دواړو څانګو بندیزونه لګولي وو. خو دغه امریکايي مقام وویل چې نوي بندیزونه د حکومتونو له لوري د سیاسي ګټې وټې لپاره د بهرنیو اتباعو د یرغمل د مخ ‌په زیاتېدونکو پېښو په اړه د متحدو ایالتونو د نظر او موقف تائید دی.

هغه وویل چې «د حکومتونو له لوري‌ د ناسمو پلمو په اساس د انسانانو نیول او د سیاسي وسیلې او چنې وهلې د وسیلې په توګه یې استعمالول» هغه عمل دی چې په غلط لوري روان لیدل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د دغه امریکايي‌ مقام،‌ چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، په حواله لیکلي دي چې د نویو بندیزونو د لګولو هدف «له مجرمینو سره محاسبې ته وده ورکول او په اینده کې د دا ډول پېښو مخه نیول» دي.

دا بندیزونه د مسکو له لوري د جاسوسۍ په تور د والسټریټ ژورنال د امریکايي خبریال ایوان ګرېشکویچ له نیول کېدو ټیک یوه میاشت وروسته اعلانېږي.

امریکا د دغه خبریال او په روسیې کې په ورته تور بندي د امریکا د سمندري ‌ځواکونو د يو پخواني غړي پاول ویلان خوشې کېدل غواړي.

تېرکال له روسیې سره د بندیانو په تبادلې کې دوه امریکایان، چې د نشه یي موادو د انتقال او د روسیې د یو پولیس د سپکاوي په تور نیول شوي او بندیان شوي وو، خپلو کورونو ته ستانه کړل شول.

د راپورانو په اساس لږ تر لږه درې امریکايي اتباع په ایران کې هم بندیان دي. د ایران او روسیې په دغو ادارو سربېره، د امریکا د خزانې وزارت د ایران د انقلابي ګارد په څلورو مقاماتو باندې هم کلک بندیزونه لګولي دي.