ټرمپ: د خاشقجي قضیې کې د سعودي ولیعهد نهايي مسوولیت لري

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کوي. واشنگټن ډي سي. د اکتوبر په ٢٣ مه نېټه

ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي دی لا تراوسه په دې نپوهېږي چې د عرب خبریال جمال خاشقجي د مرگ مسوول څوک دی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي ددې واقعې د پټولو هڅې په تاریخ کې د یوې مسلې د پټولو تر ټولو ناوړه پېښه بولي. په عین وخت کې، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي امریکا یوشمیر کسان تشخیص کړی دی چی د سعودی خبریال د مرگ په پېښه کې د لاس لرلو شک پرې کیدلی شي.

د خبریال جمال خاشقجی د مرگ په پېښه کې تراوسه پورې په زیاترو خبري رپوټونو کې، د ملامتۍ گوته محمد بن سلمان ته نیول کېږي، خو په ریاض کې د پانگونی په کنفرانس کې د هغه تود هرکلی وشو، که څه هم یوشمیر مهمو سیاسی او تجارتی وگړیو پریکړه وکړله چې په دې کنفرانس کې برخه وانخلي.

د نړۍ یوشمیرمشرانو ددې پېښی په اړه عکس العملونه ښکاره کړي دي. په دې کې امریکا د سعودیانو داستخباراتو په یوشمیر غړیو باندې د ویزو بندیزونه لگوي، په لندن کې د برتانېې صدراعظمې تریزا مې هم وویل چې د یوشمیر سعودیانو ویزی فسخ کوي.

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلی دي چې دی د محمد بن سلمان په صداقت کې شک نلري. روسان او چینایان وايی چی دوی د سعودی ملاتړ کوي.

د نړۍ مشرانو په دې تړاو ډول ډول عکس العملونه څرگند کړي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل یوچا خپله وظیفه په ډیره خرابه توگه سرته رسولی ده.یوچا خپله وظیفه په ډیره خرابه توگه سرته رسولی ده.

په لندن کې تریزا مې هم وویل چې د یوشمیر سعودیانو ویزی فسخ کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې دی د محمد بن سلمان په صداقت شک نه کوی.

روسان او چینایان هم وايی چی دوی د سعودی ملاتړ کوی، تحلیل گران وايی اقتصاد ا و تجارت ډیر مهم دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د سعودي عربستان د خبریال وژل کېدل

د سعودي عربستان خبریال جمال خاشقجي درې اونۍ مخکې ووژل شو، خو په واشنگټنکې ېې پر سیاسی واقعاتو باندې اغېز پایته ندي رسیدلي. له ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې داسی واقعه په استانبول کې د سعودی په قونسلگرۍ کې څنگه پېښېدلی شي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: هغوی ددې پېښې ډیرناوړه نظریه درلوده او په ډیره ناوړه توگه عملی شوېده. بیاېې پټه ساتنه په تاریخ کې تر ټولو بده پټونه وه. خبره ساده ده. ډیره بده معامله وه چی باید هېڅکله نه وای پېښه شوې.

تیره اونۍد سعودی د مشرانوسره له کتلو نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپــیو خبریالانو ته وویل چی امریکا همدا اوس دهغو حقایقو په نظر کی نیولو سره چې ورته معلوم شوي دي، په دې اړه مناسب اقدامات کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي: موږ د دې پېښې یوڅو تنه مسوولین تشخیص کړي دي؛ په دې کې داستخباراتو او شاهي کورنۍ او د سعودی د بهرنیو چارو کسان چې د خاشقجي په مرگ کې ېې لاس درلود شامل دي.

د سه شنبی په ورځ دوخته دترکېې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان دترکیی پارلمان ته د خبرو پروخت د سعودی عربستان هغه ادعا بابیزه وگڼله چی وايي خپلسرو مامورانو د خبریال خاشقجي په وژلو کې لا س درلود.

رجب طیب اردوغان دترکېې جمهوررئیس وویل: ددې پړه د استخباراتو پر یوڅو تنو وراچول نه موږ ته قناعت راکولی شي او نه نړۍ والی ټولنې ته. د بشریت ضمیر به یوازې هغه وخت راضی شي چی له مسوولانو سره حساب وشي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړله پکارده هغه کسان چی ددې قتل امرېې ورکړی دی او هغه کسان چی عملی کړی یې دی معلوم شی.

جمهوررئیس اردوغان دهغو راپورونو په اړه څه ونه ویل چی وايي د واقعی وژنو ریکارډ شوی اوازاو ټیپ موجود دی.

یوشمیر سیاسی پوهان وايی چی ښايی ترکیه غواړي ددغه معلومات په بدل کې له سعودی نه کوم امتیاز ترلاسه کړي.

په سعودي کی د امریکا پخوانی سفیر جیمز سمیت وايي په دې تړاو وايي:لږ تر لږ ترکان خو یوڅه غواړي که چیرې هغوی خپل مقصد ترلاسه کړي، نو بیا به نه ثبت شوی آواز وي اونه به ویډیو وي؛ نه به تصویرونه وي او نه به ویزه وي.

یوشمیر نور سیاسی تحلیل گران وايی چې رجب طیب اردوغان نه یوازې غواړی چې د نړۍ په سیاسی ډگر کې سترلوبغاړی واوسي بلکه له سعودی عربستان سره هم په دې کې سیالی کوي چی داسلامی نړۍ مشر واوسي.