امریکا وایي په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیل په برید کې هیڅ نقش نلري

په ایران کې مطبوعاتو ویلي چې د اسرائیل پدې برید کې ټول ۱۳ تنه وژل شوي چې اووه یې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو غړي و.

د متحده ایالاتو حکومت سه شنبه اپریل ۲ ( وري ۱۴) وویل چې د سوریې په پایتخت دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیل برید کې هیڅ لاس نلري او دا چې اسرائیل ددې برید څخه وړاندې واشنګټن ته احوال نه و ورکړی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یو خبري کنفرانس کې وروسته تر هغه دا څرګندونې وکړلې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، متحده ایالات چې د اسرائیل اصلي ملاتړی هیواد دی، پدې برید کې مسؤل دی.

وزیر امیر عبداللهیان د ایکس په پاڼې کې لیکلي چې امریکا هم په دغه برید کې مسئوله ده او د سویس د دپلوماتانو په لاس یې "د صهونیست رژیم په اړه امریکا ته مهم پیغام انتقال" کړی دی.

ښاغلي کربي د عبداللهیان دا څرګندونې "غیر منطقي" وبللې.

هغه زیاته کړه، "مونږ په دمشق کې د برید سره هیڅ تړاو نلرو. مونږ په هیڅ ډول پکې لاس نه درلود".

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنه یي هم ویلي چې اسرائیل ته به سزا ورکوي. هغه په خپل رسمي ویبسایټ کې لیکلي دي چې د اسرائيل "رژیم به زموږ د زړورو سړیو په لاس سزا وویني. موږ به یې په دې جرم او نورو جرمونو پښیمانه" کړو.

تر اوسه نده معلومه چې د اسرائیل دې برید ته به ایران څه ډول ځواب ووایي او آیا په منځني ختیځ کې کې به یو ځل بیا په امریکایي ځواکونو او اهدافو هغه شان بریدونه ډیر شي لکه د تیر کال اکټوبر میاشتې اوومې نیټې وروسته چې د حماس – اسرائیل جګړه پیل شوه.

اکثریت دا بریدونه هغه ملیشو کول چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

د سپینې ماڼۍ تر څنګ د متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان هم ویلي چې په منځني ختیځ کې میشتو امریکایي ځواکونو د ایران په قونسلګرۍ برید کې هیڅ ډول نقش نه درلود او دا یې هم ویلي چې امریکا خپل دا پیغام د خصوصي ټیلګرام له لارې تهران ته رسولی دی.

د وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ د سه شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل: " اسرائیل د دې برید او په دمشق کې ددې برید هدف په هکله مونږ ته احوال نه و راکړی. مونږ د خصوصي چینلونو د لارې ایران ته هم واضح کړې چې مونږ پدې برید کې مسؤل نه یوو."

پخپله اسرائیل تر اوسه د دې برید په هکله تبصره نده کړې.

په ایران کې مطبوعاتو ویلي چې د اسرائیل پدې برید کې ټول ۱۳ تنه وژل شوي چې اووه یې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو غړي و.

سپاه پاسداران انقلاب ویلي چې، برید جنرال محمد رضا زاهدي او برید جنرال محمد هادي حاجي رحیمي، جګپوړي ایراني قوماندانان و چې پدې برید کې وژل شویدي.

اسرائیل چې ډیر لږ په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، په پرله پسې توګه یې ویلي، ایران ته چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کوي، به اجازه ورنکړي سوریې کې خپل حضور پراخ کړي.

برید جنرال محمد رضا زاهدي د دوشنبې په ورځ په دمشق کې د اسرائیل په هوایي برید کې ووژل شو

اسرائیل په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي. اسرائیل پدغو بریدونو کې د سوريي پوځي مرچلې او د ایران د ملاتړي حزب الله جنګیالي یې چې د دمشق او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس متحد دی، په نښه کړي دي.‌

اسرائیل د همدې تیرې جمعې په ورځ هم په سوریې کې هوایي برید کړی وچې لږ تر لږه ۵۲ تنه پکې ووژل شول چې ۳۸ یې د سوریې سرتیري او اته یې د حزب الله وسله والې ډلې غړي و چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې دومره ډیر شمیر د سوریې سرتیري د اسرائیل په هیڅ برید کې نه و وژل شوي.

د څار دې ادارې ویلي چې د جمعې ورځې په هوایي بریدونو کې د سوریې په شمال کې د حلب هوایي ډګر سره نږدې د توغندیو یوه ډیپو په نښه شوې وه چې د حزب الله ډلې پورې یې اړه درلوده.

د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې "د لبنان د حزب الله ډلې د شپږو غړو او د سوريې د "۳۶ سرتیرو په ګډون" ۴۲ وژل شوي، چې د اسرائیل او حماس جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې دا د سوریې د پوځ ترټولو لوی تلفات دي.