امریکا: د غزې په اړه د ملګرو ملتونو بل پریکړه لیک هېڅ درد نه دوا کوي

ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرت ووډ

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د سفیر مرستیال د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا نهمه) وویل چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د نوي پرېکړه لیګ په اړه، چې سمدستي اوربند او په رفح کې د اسرائیل د عملیاتو بندېدل غواړي، محتاط دی.

اسرائیل د یکشنبې په ورځ په رفح کې په یو کمپ کې په یوې خیمې باندې برید وکړ او ۴۵ تنه یې ووژل، دا پېښه په نړیواله کچه وغندل شوه. الجزایر له دغې پېښې وروسته د سه شنبې په ورځ د امنیت شورا عاجله غونډه وبلله.

د امریکا د سفیر مرستیال رابرت ووډ په دې اړه خبریالانو وویل: «موږ له اول څخه دا خبره کړې چې د اوسني وضعیت په اړه هر ډول اضافي محصول شاید نتیجه ور نه کړي. دا به هلته وضعیت بدل نه کړي.»

الجزایر د امنیت شورا له اضطراري غونډې وروسته خپله مسوده د غونډې په ګډونوالو ووېشله. دغه مسوده، چې د نړیوالو جرمونو د محکمې د پرېکړې په اساس لیکل شوې، «پرېکړه کوي چې اشغالګر ځواک، اسرائيل، دې په رفح کې سمدستي خپل پوځي عملیات او هر بل اقدام بند کړي.»

دا مسوده همدغه راز «عاجل اوربند‌ چې ټولې دخېلې غاړې یې درناوی وکړي او د ټولو یرغمل شویو عاجل پرېښودل» غواړي.

په دغې مسودې باندې د رایه اچوونې وخت لا ټاکل شوی نه دی. خو د امریکا د سفیر مرستیال وايي‌ چې «فکر نه کوي کوم بل پرېکړه لیک به په سیمه کې روان وضعیت بدل» کړي. نوموړی وايي چې امریکا په دې باور ده چې خبرې د اوربند لپاره غوره لار ده.

دا مطلب هم ولولئ

ملګري ملتونه د غزې پر رفح د اسرائیل له برید وروسته د وضعیت په اړه غونډه کوي

د امنیت په شورا کې د فرانسې استازي نیکولاس ډي ریویانس وویل چې دا شورا باید ژر تر ژره د رفح د وضعیت په اړه خبرې وکړې او د «دغه یرغل» د ختمېدو غوښتنه وکړي.

د ګیانا سفیرې کارولین رادریگز بیرکیت وویل چې هېواد یې د یو ولس د غیر انساني ګڼلو او د مجازاتو څخه معافیت په اړه د بې وسۍ احساس کوي. هغې وویل: «دا به کله ختمېږي؟ څوک یې ختمولای شي؟ نه شو کولای چې غلي پاتې شو، په داسې حال کې ډېر نور په غمناګ ډول غلي کړل شوي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي‌ وايي چې د الجزایر وړاندې شوې مسوده نا متعادله ده او «په جګړې کې یې حماس ګرم» ګڼلی نه دی. هغه وویل که د حماس مشر یحیا السنوار د اوربند او یرغمل شویو د پرېښودو په معاملې توافق وکړي، دا جګړې همدا اوس ختمولای شي.

د مۍ په میاشت کې حماس او اسرائيل د اوربند او یرغمل شویو د پرېښودو معاملې ته په رسدېو کې، چې قطر، مصر او امریکا په کې منځکړي وو، پاتې راغلل.

حماس د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. د اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې نژدې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول.

اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې عملیات پیل کړل چې په غزې کې د روغتیا د مقاماتو په وینا تر دې دمه څه شاوخوا ۳۶زره کسان په کې وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.