امریکا: د ایران د اټومي قرار داد ژغورلو ته یوازې 'څو اوونۍ' فرصت پاتې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومي ۲۳) وویل د ایران د اټومني قرار داد ژغورلو ته یوازې څو اوونۍ فرصت پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه که خبري اتري ناکامه شي امریکا چمتو ده چې په نورو لارو چارو هم غور وکړي.

د تهران او د نړۍ د قدرتونو، متحده ایالتونو، فرانسې، بریټانیا، روسیې، چین او جرمني ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د راژوندي کیدو لپاره خبري تیر کال پیل شوې خو په جون میاشت کې وروسته له هغه ودریدې چې ایران فوق العاده محافظه کار ابراهیم رئیسي د جمهور رئیس په توګه انتخاب کړ.

دا خبري که څه هم د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې بیرته پیل شوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د امریکا له NPR راډیو سره په مرکه کې وویل:"فکر کوم موږ یوازې څو اوونۍ لرو چې وګورو آیا کولی شو د دوه اړخیز تعهد عملي کیدو ته ورسیږو."

د امریکا دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړه، وخت ډیر کم دی ځکه ایران هغې نقطې ته نږدې کیږي چې کولی په ډیر لنډ وخت کې د اټومي وسلې د تولید لپاره مواد ترلاسه کړي.

ښاغلي بلینکن وویل تهران اټومي پرمختګونه کړي چې مخنیوی به یې ډیره ستونزمن وي ځکه داسې شیان زده کوي او نوې کارونه کوي چې په پایله کې د قرار داد له مخې له خپل محدودیتونو څخه وځي.

د ۲۰۱۵ کال په اټومي قرار داد کې د اقتصادي بندیزونو د کمیدو په بدل کې د ایران د اټومي فعالیتونو د محدودیدو پر سر توافق شوی وو.

خو د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له قرار داد څخه ووت او تهران له خپلو تعهداتو څخه ډډه وکړه.

د امریکا برحال جمهور رئیس جوبایډن د بیرته ستنیدو ملاتړ کړی او واشنګټن د یاد قرار داد د بیا راژوندي‌ کیدو په هدف د اروپا په منځګړیتوب په غیر مستقیم ډول په خبرو کې برخه اخیستې ده.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، له میاشتو ځنډ وروسته مذاکرات د ویانا په کوربه توب پیل شول خو واشنګټن په وروستیو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړ اما ویې ویل کافي ندي.

بلینکن وویل د ایران د اټومي قرار داد احیا به د امریکا د امنیت لپاره ښه نتیجه وي خو هغه وویل که دا کار ونشي واشنګټن به په اروپا او په منځني ختیځ کې د متحدینو سره یوځای پر نورو اقداماتو هم غور وکړي.

نوموړي د نورو لارو چارو په اړه څه ونه ویل خو په تیر کې یې په ضمني شکل ایران په نظامي اقدام تهدید کړی دی.

ښاغلي بلینکن ویلي راتلونکې ګزینې پر جدي کارونو پورې چې یا پخوا شوي وې او یا هم په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې وشوي اړه لري. خو هغه ټینګار وکړ چې امریکا هر میسر ته چمتو ده.