په ټرمپ برید ګر څوک و؟

د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتو ادارې، اف بي آی اعلان کړی چې د توماس متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په هڅې کې د "دخېل فاعل" په توګه پېژندلی دی. دا په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې د سیاسي خشونت یوه تر ټولو لوړه قضیه بلل کېږي.

اف بي آی ویلي چې برید ګر ۲۰ کلن و او په ټرمپ او د هغه د غونډې په ګډونوالو څلور یا پنځه مرمۍ ورولي دي.

یو شمیر کسان چې د ټرمپ د وینا ځای سره نږدې ناست وو، تر ډزو یوازې څو شیبې یې په پولیسو غږ کړی و چې برید کوونکی د یوې نږدې ودانۍ بام ته د خپلې وسلې سره یو ځای پورته کیده.

په ډزو کې د غونډې یو ګډون وال وژل شوی او یو بل کس ټپي شوي او پولیسو وروسته برید کوونکی هم ویشتلی او وژلی دی.

برید کوونکی دوه کاله وړاندې له لیسې فارغ شوی او له اسنادو معلومیږي چې ثبت شوی جمهوري غوښتونکی دی خو په ۲۰۲۱ کال کې چې لا ۱۷ کلن و یوې داسې سیاسي کمیټې ته یې ۱۵ امریکایي ډالر مالي بسپنه کړې وه چې د کین اړخو دیموکراتو کاندیدانو لپاره یې پیسې راټولولې.

د برید کوونکي د لیسې د وخت یو ملګري خبریالانو ته ویلي چې کروکس به تل یوازې کښیناسته او تل پرې نورو زده کوونکو ملنډې وهلې.

پولیسو او نورو امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د کروکس په موټر او کور کې د بم جوړولو مواد او AR ډول نیمه اتوماتیک ټوپک موندلی چې په همدې برید کې ترې کار اخیستل شوی و. ټوپک یې پلار پیرلی و.

د کروکس پلار، ماتیو کروکس د یکشنبې په ورځ د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې لا نه پوهیږي څه شوي دي او تر هغې څه نه شي ویلی چې د امنیتي ځواکونو سره یې خبرې نه وي کړي.

د Discord په نامه د ګیم وهلو شرکت ویلي چې یو حساب یې معلوم کړی چې ښایي د همدې برید کوونکی به وي. دې شرکت ویلي چې دا حساب ډیر لږ کاریدلی او د څو میاشتو راهیسې په کې هیڅ فعالیت نه دی شوی.

دا مطلب هم ولولئ بایډن: په ټرمپ باندې د برید انګیزه لا معلومه شوې نه ده

په عین حال کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې کروکس د امریکا وسله وال پوځ هیڅ څانګې سره تړاو نه درلود.

چارواکو د برید څخه څه باندې ۲۴ ساعته وروسته وویل چې د دې پیښې په هکله د ټرمپ د وژلو ناکامې هڅې او د داخلي ترهګرۍ له مخې چلند کوي. دوي ویلي چې د برید ګر وروستیو تماسونو په هکله یې معلومات تر لاسه کړي خو دومره کافي نه دي چې د برید انګیزه پرې څرګنده کړي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا اف بي آی یو چارواکي کیون روجیک چې د دې پیښې مسؤلیت ورسپارل شوی، وایي اوله درجه هدف همدا ده چې د برید کوونکي انګیزه معلومه کړي او دا چې آیا د برید کوونکي سره کوم بل چا مرسته کړې که نه.

ښاغلي روجیک چې خبریالانو ته یې معلومات ورکول وویل، "داسې ښکاري چې هغه دا هر څه یوازې کړي او نه مو د هغه سره کومه نظریه تړلې ده. ټولو ته باید وریاده کړم چې مونږ د پلټنو په لومړيو مراحلو کې یو."

پولیسو د برید کوونکي جسد سره نږدې یو نیمه اتوماتیک ټوپک او د هغه په موټر کې تیلیفون پیدا کړی چې د اف بي آی په لابراتوار کې معاینه کیږي.

چارواکي هیله لري چې د موبایل تیلیفون څخه د معلوماتو په تر لاسه کولو سره به هغوي وکړی شي معلومه کړي د برید کوونکي انګیزه څه شی وه.

ټوپک د برید کوونکي پلار په قانوني توګه اخیستی و او د اف بي آی مسؤلین وایي چې په پلټنو کې په فعاله توګه همکاري کوي.