د بلینکن خبرداری: د اسرائیل–حماس جګړه ښایي نورو سیمو ته خپره شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دخپل قطري سیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې وینا کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یکشنبه جنوري اوومه (مرغومي ۱۷) خبرداری ورکړ چې ښایي په غزې کې د اسرائیل او حماس تر منځ پیل شوې جګړه د منځنې ختیځ نورو سیمو ته خپره شي او د ټولې سیمې امنیت ته خطر پیښ کړي.

ښاغلی بلینکن د دې جګړې پراخیدو د مخنیوي لپاره سیمې ته تللی.

د امریکا دې جګپوړي دپلومات د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په سیمې کې د "ژورې اندیښنې" وخت دی.

هغه زیاته کړه، " داسې شخړه ده چې ښایي په اسانۍ خپره شي او د لا نا امنۍ او ډیر کړاو سبب به شي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې اسرائیل باید د ملکیانو خوندیتوب ته "ډیر ارزښت" قایل شي او عملیات په داسې بڼې طرحه کړي چې ملکیان په کې خوندي وي او دا چې بشري مرستې اړمنو خلکو ته ورسیږي.

په داسې حال کې چې په غزې کې بشري ناورین مخ په پراخیدو دی او جګړې له کبله میلونونه کسان بې ځایه شوي، خو انتوني بلینکن وویل چې ملکیان باید هغه وخت خپلو کورونو ته ستانه شي چې شرایط ورته برابر وي.

سره له دې چې د اسرائیل دوو وزیرانو تیره اوونۍ ویلي وو چې په غزې کې میشت فلسطینیان باید وهڅول شي چې د نړۍ نورو سیمو ته کډه شي او دا سیمه ناقلو یهودانو ته ورکړل شي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د غزې فلسطینانو ته په اشارې سره وویل، " هغوي باید اړ نه شي چې غزه پرېږدي".


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تر سفر وړاندې اردن، ترکیې او یونان ته تللی و.
بلینکن یکشنبه ناوخته ابو ظبي ته ولاړ او ټاکل شوې چې دوشنبه سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د امریکا یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې انتوني بلینکن به د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري خو دا یې نه دي ویلي چې په کومو موضوعاتو به خبرې کوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو ستره نظامي اډه ده و خو د حماس ډلې سیاسي دفتر هم په دې هیواد کې دی. د حماس مشر اسماعیل حنیه هم په قطر کې اوسیږي.

قطر د اسرائیل او حماس تر منځ په لومړني اوربند کې منځګړتوب کړی و او د دې هیواد صدراعظم وویل چې د امریکا په ملاتړ د حماس سره په غزې کې د اوربند کولو تازه خبرې روانې دي.

سره له دې چې ښاغلي شیخ محمد وویل چې په لبنان کې د حماس ډلې مرستیال وژل کیدو له کبله دا بهیر پیچلی شوی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د اوربند کیدو لپاره هلې ځلې نه پریږدي.

د حماس اواسرائيل ترمنځ جګړې د اکتوبر په اوومه نېټه پیل شوه. حماس په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې ۱۱۴۰ اسرائیلیان وژل شوي دي. په غزې کې د حماس تر ادارې لاندې عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائيل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تر دې دمه ۲۲۸۳۵ کسان وژل دي.