پمپیو ایران حکومت خپلو خلکو پر وړاندې په دوه ګوني سیاست تورن کړ

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران د حکومت چارواکي د دغه هیواد د خلکو پر وړاندې پر دوه ګوني سیاست تورن کړي دي.

ښاغلي پمپیو د شنبې په ورځ ( مرغومی ۱۴ مه) په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د ایران د واکمنو دوه مخی چلند په دومره اندازه دی، چې چارواکي د حکومت له خوا د وژل شوو کسانو د کورنیو غړو ته د ماتم او ویر اجازه هم نه ورکوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وینا له مخې د قومندان قاسم سلیماني د وژنې لپاره درې ورځې عمومي ماتم اعلانوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه پیغام کې ویلي، چې د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان قاسم سلیماني لاسونه د امریکایانو په وینو ککړ وو.

قاسم سلیماني د عراق د حشید الشعبي د يوې شیعه ملیشه ډلې د مشر ابومهدي المهندس سره یو ځای د تیرې جمعې په ورځ د عراق په پایتخت د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په یو هوايي برید کې ووژل شو.

د شنبې په ورځ په زرګونو خلکو د قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس د ماتم په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني پر سلیماني باندې بریدد امریکا د متحده ایالاتو یوه " ستره تیروتنه" ګڼلې ده.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې تیره شپه یو ځل بیا وویل، چې پر قاسم سلیماني باندې د برید امر ده ورکړی وو.

ښاغلي ټرمپ، قومندان قاسم سلیماني ته د " لومړي درجه تروریست" خطاب وکړ.