مایک پمپیو د ایران لپاره خاص استاځی وټاکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو د پالیسۍ یو جگپوړی مشاور براین هوک د ایران لپاره د امریکا خاص استاځی وټاکه

امریکا دا پریکړه په داسې وخت کې کړېده چې غواړي په ایران اقتصادي فشار زیات کړي چې د اتومي وسلو پروگرام وتړي او په منځني ختیځ کې د ترهگرو سره مرسته پریږدي.

ښاغلی هوک به د ایران په اړه د ټاکل شوې کمیټې سره یوځاې کار وکړي.

د ښاغلي پمپیو د دغه اعلان نه مخکې هم هوک د ایران په مسله زیات کار کړیدی. هغه په اروپا کې د اروپایي مشرانو سره ملاقاتونه هم کړیدي چې د ایران سره د اتومي وسلو په سر د موافقې نه یې په وتلو قانع کړي.

ښاغلي پمپیو وویل "د ایران لپاره جوړه شوې ډله به دا مسولیت ولري چې د ایران په اړه د بهرنو چارو د وزرات سره په همکارۍ دغه تگلاره وڅاري او ماته به مستقیم راپور راکوي."

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ امریکا د ایران سره د اتومي وسلو په سر د ٢٠١٥ کال د موافقې نه وېستلې او په ایران یې اقتصادي بندیزونه لگولي دي.

د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د پیلیدو نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې سختې خرابې شویدي او څو وارې د دواړو ملکونو د مشرانو لخوا لفظي بریدونه هم شوې.