بلینکن افغانستان کې د میرمنو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش سره په لیدنې کې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت او د میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلي ګوتریش او ښاغلي بلنکین پداسې حال کې د افغان میرمنو د تعلیم او کار کولو د حق سره ملاتړ څرګند کړ چې طالبانو په تازه اقدام کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د میرمنو په کار کولو بندیزونه لګولي.

دا ملاقات داسې وخت کې کیږي چې ها خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو پریکړه لیک چې په غوڅ اکثریت منظور شو، په افغان میرمنو او نجونو د تعلیم او کار کولو په حقونو د طالبانو بندیزونه وغندل او په چټګه توګه یې د دې بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړله.

په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو د طالبانو بندیزونه " بشري حقونه او بشري اصول کمزورې" کوي.

طالبانو په روانې په میاشت کې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو څخه منع کړې، او له هغه څخه مخکې د تیر کال په دسمبر کې یې افغانې میرمنې په داخلي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو څخه منع کړې وې.

د طالبانو د دې اقدام څخه وروسته ملګرو ملتونو وویل که طالبان ښځو ته د دې نړیوال سازمان په ادارو کې د کار کولو اجازه ورنکړي، ملګري ملتونه چمتو دي چې د مې په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتوونکې" پرېکړه وکړي.

دا مطلب هم ولولئ ملګري ملتونه: که طالبان ښځو ته د کار اجازه ورنکړي راتلونکې میاشت له افغانستان څخه وځو

ملګري ملتونه وايي، طالبان له یوې خوا د پراخو بشري مرستو او پراختیايي مرستو جریان ته اجازه ورکوي او له بلې خوا په پرله پسې ډول نوي فرمانونه صادروي او بدلونونه رامنځته کوي.

سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې واک ته د رسېدو وروسته به د خپلې تیرې واکمنۍ برخلاف اعتدال ساتي، خو له واکمن کیدو وروسته یې ښځې له کار او زده کړو منعې کړې. د شپږم ټولګي پورته لیسو او پوهنتونونو کې یې د نجونو په زده کړو بندیزونه ولګول او حتی ښځې یې عامه پارکونو، عامه حمامونو او ورزشي کلبونو ته له ورتګ هم منع کړي دي.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت پړه پر طالبانو اچوي، د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند وايي، نړیوال بانکي محدودیتونه، د افغانستان د زیرمو کنګل کول، د بشري مرستو ځنډول او د اقلیم بدلون د افغانستان د کمزورتیا او کمزوري اقتصاد له لاملونو څخه دي.