بلینکن: د افغان همکارانو بیا میشت کیدو لپاره پخپلې ژمنې ولاړ یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د بایډن حکومت اراده کړې چې د افغان همکارانو بیا میشت کیدو لپاره خپله ژمنه پر ځای کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د افغان همکارانو د بیا میشت کیدو او ځای بدلولو لپاره پخپلې هغې ژمنې ولاړ دی چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې کړې وه.

ښاغلي بلینکن چې دوشنبه جون ۱۲ (غبرګولي۲۲) یې د افغانستان څخه د خلکو د انتقال د ائتلاف سره د تفاهم لیک نوي کولو په غونډې کې خبرې کولې د دې ائتلاف څخه مننه وکړله چې د متحده ایالاتو حکومت سره یې د افغان همکارانو په میشت کیدو کې "فوق العاده" همکارې کړیده.

د بهرنیو چارو وزیر پدې غونډه کې وویل، " کله چې جمهور رئیس بایډن د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالات به د افغان همکارانو بیا میشت کیدل او ځای بدلولو ته دوام ورکوي. مونږ اراده کړې، ما اراده کړې چې دا ژمنه به پر ځای کوم او مونږ به دا په ګډه کوو."

بلینکن د افغانستان څخه د خلکو د اېستلو ائتلاف څخه چې څه باندې ۲۰۰ادارې یې غړي دي او د متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کې د افغان کډوالو بیا میشت کیدو په چارو کې مرسته کوي، مننه وکړله چې د "جمور رئیس بایډن او ما سره مو هغې ژمنې پوره کولو کې مرسته وکړله چې د افغانانو سره مو کړې".

د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې د هغو ۱۳ امریکایي ځواکونو سرښندنه هم وستایله چې د افغانستان څخه یې د تخلیې په بهیر کې د کابل په هوایي ډګر کې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

هغه دا کسان "اتلان" وبلل او زیاته یې کړه چې "مونږ د هغوي او ټولو هغو کسانو درناوی کوو چې په افغانستان کې یې خدمت کړی ځکه چې هغوي یقیناً فوق العاده خدمت کړی".

د افغانستان څخه د خلکو د اېستلو په ائتلاف کې څه باندې ۲۰۰ سازمانونه برخه لري چې د متحده ایالاتو حکومت سره په ګډه د افغانانو بیا میشت کیدو د چارو سره مرسته کوي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړه خو سپینه ماڼۍ وایي چې لا هم د افغانستان د متحدینو د ایستلو لړۍ روانه ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي تیره میاشت وویل چې "موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده".

هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه، "موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی".

له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یې د انتقال په بهیر کې له افغانستان څخه څه باندې ۱۲۵زره کسان اېستل شوي چې شاوخوا ۹۰زره یې بیا امریکا ته انتقال شول.