امریکا: د ایران د اټومي پروګرام د دیپلوماتیکو هڅو د ناکامیدو په صورت کې نورې لارې هم شته

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۵ ( تلې ۱۳) له خپل اسرائیلي سیال ایال هولاتا سره په ملاقات کې وویل چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره غوره لار دیپلوماسي ده.

خو نوموړي خبرداری ورکړ که د واشنګټن او تهران ترمنځ دیپلوماسي ناکامه شي، د هغه هیواد اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره "نورې ګزینې" هم شته.

دې امریکایي دیپلومات دا څرګنده نکړه چې د دیپلوماسۍ د ناکامیدو په صورت کې به له تهران سره د واشنګټن برخورد څه ډول وي.

خو یوه بل امریکایي چارواکي چې ویې غوښتل نوم یې وانه خیستل شي ، د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران په وړاندې به نظامي اقدام د امریکا یوه ګزینه وي که نه وویل "موږ به چمتو ووسو څو اړین او ضروري اقدامات تر لاس لاندې ولرو."

امریکایي چارواکو ویلي دي‌ چې د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د خپل اسرائیلي سیال کوربه وو او هغوی دا موقع ترلاسه کړه چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپل استخباراتي معلومات شریک او ارزونه یې وکړي.

د ۲۰۱۵ کال د اټومي‌ قرار داد له مخې، ایران ژمنه کړې وه چې د یورانیمو د تولید کچه به کموي او په عوض کې به پر هغه هیواد اقتصادي بندیزونه لیرې کیږي.

خو د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې په یو اړخیز ډول له دې قرار داد څخه ووت او په تدریج سره یې پر تهران اقتصادي بندیزونه وضع کړل. اوس اسرائیل تل هڅه کوي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د قرار داد د ژوندي‌ کیدو مخه ونیسي.

په امریکا کې یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي په هدف وخت ته ضرورت لري، خو هغوی خبرداری ورکړی کله چې ټرمپ له اټومي‌ قرار داد څخه ووت، اوس تهران له زماني اړخه په ۱۲ میاشتو کې نه بلکې په څو میاشتو کې کولی شي د اړتیا وړ یورانیم تولید کړي او اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.

خو د اسرائیلو سیمه ایز دښمن ایران تل ویلي دي چې د اټومي وسلو د جوړیدو هڅه نه کوي.

بلخوا سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیلو د ملي امنیت له سلاکار سره په ملاقات کې د ښاغلي بایډن تعهد یوځل بیا تکرار کړی او ویلې یې دي‌ چې امریکا د اسرائیلو امنیت ته ژمنه ده او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی چې ایران به هیڅلکه اټومي‌ وسلو ته لاسرسی پیدا نکړي.

غربي قدرتونه د څو اوونیو راهیسې هڅه کوي څو تهران تشویق کړي چې له امریکا سره غیر مستقیمو خبرو ته ستون شي.

له غربي هیوادونو سره د ایران اټومي مذاکرات د جون میاشتې راهیسې وروسته له هغه بند شول چې ابراهیم رئیسي د هغه هیواد د جمهور رئیس په توګه غوره شو. خو تهران تر اوسه په روښانه ندي ویلي چې څه وخت به د ژنیف اټومي مذاکراتو ته ستون شي.