د اسرائیل – حماس جګړه : امریکا سیمې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ استوي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن شنبه اکټوبر ۱۴ (تلې۲۲) وویل د مدیترانیې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ استوي تر څو د اسرائیل پر ضد د "خصمانه کړنو" مخه ونیسي او پرې نښودل شي چې دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.

په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله. ښاغلي آسټن وویل چې د USS Eisenhower دا بله کښتۍ او پکې بار جنګي الوتکې به هم ژر سیمې ته ورسیږي.

د دفاع وزیر په یوې اعلامیې کې ویلي چې سیمې ته ددې الوتکې وړونکې کښتۍ استول د اسرائیل امنیت ته د متحده ایالاتو "ټینګه ژمنه او هغو دولتي او نا دولتي عناصرو مخنیوي لپاره زمونږ عزم څرګندوي چې د دې جګړې پراخیدل غواړي".

ښاغلی اسټن تیره ورځ له اسرائیل سره د پیوستون د څرګندولو لپاره ددغه هېواد پلازمینې تل ابیت ته تللی و.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې اسرائیلو ته د اسټن سفر نه یواځې "د اسرائیل د خلکو او حکومت څخه د متحده ایالاتو تلپاتې ملاتړ څرګندوي، بلکې ددې څخه هم ډاډ ترلاسه شي، هر څه چې لازم وي اسرائیل ته برابر کړل شي."

د حماس برید څخه وروسته متحده ایالاتو اسرائیل ته مهمات واستول او تر څنګ یې هیوادونو ته چې نومونه یې ندي اخیستل شوي دا خبرداری هم ورکړ چې دا جګړه دې نه پراخوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن همدارنګه د شنبې په ورځ د په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره خبرې وکړلې.

د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې چې د دې خبرو په هکله خپره شوې ویل شوي چې ښاغلي بایډن ښاغلي عباس ته پدې ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې حماس د فلسطین د خلکو د "وقار او خود ارادایت د حق لپاره" مبارزه نکوي.

حماس د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې یو پراخ برید وکړ، چې په پایله کې یې د بهرنیو اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۰۰ کسان ووژل شول.

اسرائیل هم په یو غچ اخیستونکي اقدام کې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د غزې په شمال کې پدې بریدونو کې ۲۲۱۵ کسان وژل شوي دي. په بریدونو کې تر اوو زرو زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

لا څرګنده نده چې د متحده ایالاتو دا خبرداری کوم هیواد یا هیوادونو ته ده چې ترې غوښتي یې دي د حماس – اسرائیل شخړې دې نه پراخوي خو تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم خبرداری ورکړی و که اسرائیل په غزې هوایي بمبارۍ بندې نکړي، د دې خطر شته چې دا جګړه د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته هم خپره شي.

داسې اندیښنې دي چې د اسرائیل – حماس تر منځ دا جګړه به د لبنان پولې ته خپره شي- هغه سیمه چې د حزب الله وسله وال پکې په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته د تیارسۍ په حال کې دي.

د لبنان حزب الله ډلې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده، د جمعې په ورځ، یې وویل، چې د اسرائیل پر ضد په جګړه کې له حماس سره یوځای کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

په لبنان کښې د حزب الله ډلې مرستیال، نعیم قاسم د دغه هېواد د پلازمینې بیروت په جنوب کې د فلسطین د ملاتړو یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "مونږ پوره چمتووالی لرو او په یو مناسب وخت کې به اقدام وکړو." خو نوموړي په دې اړه چې د لبنان حزب الله ډله به کله د حماس سره یوځای شي، جزئیات ورنکړل.