د لاس انجلس پوهنتون په برید کې دوه تنه وژل شوي

د امریکا د کلفورنیا د ایالت د لاس انجلس په پوهنتون کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي. دغه برید پرون د چارشنبې په سهار په لسو بجو وشو. د هغې نه ورسته پولیسو سمدستي دغه سیمه محاصره کړه.

د لاس انجلس د پولیسو مشر چارلس بیک وایي چې دغه یو ځانمرگه برید وو. حمله کونکي په یو کس ډزي وکړی او د هغې نه ورسته ي ځان وواژه. دواړه وژل شوي کسان نارینه دي.

یو امنیتي چارواکي د لاس انجلس ټائمز ته وویل چې داسي ښکاري چې حمله کونکی محصل وو او یو پروفیسر ې وژلی دی او د هغې نه ورسته ي ځان وواژه.

دغه پېښه د لاس انجلس پوهنتون د انجینئرۍ د پوهنځي په ودانۍ کې شویده. تر اوسه پوری لا دا نده معلومه چې وژل شوي کسان څوک دي.

د لاس انجلس پوهنتون د لاس انجلس د ښار د ویسټ ووډ په سیمه کې موقعیت لري. په دغه پوهنتون کې کم تر کمه څلویښت زره زده کونکي سبق واېی. یوه اونۍ ورسته دغه پوهنتون کې امتحانونه شروع کیدل.