امریکا کې د نژادي تبعیض ناندرو زور اخیستی

د دالس ښار مشکوک قاتل د امریکا د اردو یو پخوانی افسر و چې د تورپوستوملتپالو ډلو ملاتړ یي کړې

د امریکا د دفاع وزارت په وینا وژل شوی مشکوک شخص چې د تکساس ایالت په دالس ښار کې یي پر پولیسو مرګونې حمله وکړه، د اردو پخوانی احتیاطي افسر و.

پولیسو وویل د دالس ښار د مسکوایټ کلیوالې سیمې اوسیدونکی پنځه ویشت کلن مایکه زیویرجانسن په یوازی سر د پنجشنبې په ورځ (جولای ۷) په یوه مظاهره کې پر پولیسو مسلحانه برید وکړ.

د شنبې په ورځ په تکساس کې د پولیسو امریت مخې ته بیا خلک راټول شوي وو.

پدې برید کې پنځه پولیس ووژل شوو او اوه نور زخمیان شول. مظاهره د هغه افریقایي الاصله امریکایي د وژنې په غندنې جوړه شوې وه چې په یوې جلا پیښه کې د پولیسو لخوا وژل شوی و.

په واشنگتن ډي سي کې د یوې غونډی منتظمینو چې د ''تور پوستو ژوند ارزښت لري'' تر شعار لاندې سره را ټول شوي وو، وی ویل چې دوي پدې قهر دي چې د پولیسو له خوا پر تور پوستانو تل د زور زیاتي څخه کار اخیستل کیږي.

مظاهره کوړنکي د سپینې ماڼۍ په لور وخوځیدل او ویل یي چې د تور پوستو ژوند ارزښت لري تر نوم لاندی د نهضت فعالانو ته دا مهمه ده چې د نژادي برابرۍ دپاره مبارزه وکړي ځکه د هغوئ په وینا په هیواد کې نژادي تبعیض او د پولیسو زور زیاتی مخ په زیاتیدو دی.

مایکه جانسن خپله هم یو افریقایي الاصله امریکایی دی او په ۲۰۰۹ کال کې د لیسې د فراغت وروسته په اردو کې شامل شوی و. خو د جمعې په ورځ (جولای ۸) د پولیسو سره په متقابله ډزو کې ووژل شو.

جانسن په افغانستان کې هم پوځي دنده تر سره کړې وه اوهغه وخت د افغانستان نه رخصت شو چې یو بل امریکایی سرتیري ورباندې د جنسي ځورونی تور ولگاوه او ویل یې چې ددماغي ستونزې درملنه یې باید وشي.

دا عکس د مایکه جانسن دی چې د فسبوک پاڼې نه يي اخستل شوی

پولیس وایي د جمعې په ورځ چې کله د جانسن کور تلاشي شو، نو د بم جوړولو مواد او د وسلو یوه ډیپوه هم وموندل شوه.

د دالس پولیسو د جمعې په ورځ وویل کله چې یي د جانسن سره خبرې کولې نو مسلح جانسن پولیسو ته وویل چې د یو تورپوستي په وژنه سخت خواشینی دی او غواړي سپین پوستي پولیس ووژني.

ملتپاله ډلې

سره لدې چې تراوسه مقاماتو د کومې سیاسي ډلې یادونه نده کړې، خو رسنیز راپورونه څرګندوي چې جانسن د ټولنیزو رسنیو له لارې د څو ملتپاله تورپوستو سازمانونو چې د نیوبلک پانتر ګوند هم پکې شامل دی، خواخوږي څرګنده کړې ده.

د نیوبلک پانتر ګوند مشرې کریستل محمد امریکا غږ ته وویل چې هغه جانسن نه پیژانده او د دالس د برید مخه یي هیڅ کله د هغه په اړه څه نه وو اوریدلي.

میرمن کریستل محمد وایي هغه څه چې په دالس ښار کې پیښ شوي، کیدی شي د امریکا په نورو ساحو کې هم پیښ شي، ځکه خلک په قهر دي.

یو بل مشکوک سازمان چې ځان د تورپوستو د سیاسي قدرت سازمان ګڼي، ظاهرآ د فسبوک له لارې د دالس د برید مسولیت اخستې، خو د فسبوک همدا پاڼه بیا لږ وروسته لری کړل شوې وه او ددی ډلې په اړوند بیا نور هیڅ څه ترسترګو نشوو.

د امریکا پولیس وایي جانسن هیڅ ډول پخوانۍ جنایي دوسیه هم نلري.

تیرکال سپین پوستو په تکساس ایالت کې د نژادي برترۍ موټر پلیټونه هم صادر کړي وو

د شنبې په ورځ ناوخته په مني سوټا ایالت کې هم مظاهرو زور واخیست چې د خورولو دپاره یې د لوگیو له بمونو څخه کار واخیستل شو. د سینت پال د پولیسو دیپارتمنت وایی پنځه تنه پولیسان سرسري شانته ټپي شوو ځکه مظاهره کوونکو پر پولیسو باندې د ډبرو او بوتلونو گوزارونه کول.

ددې ترڅنگ د لویزیانا د ایالت په باتن روژ نومي ښار کی هم سلهاو کسان د پولیسو د زور زیاتي په ضد مظاهرو ته را وتلي وو، لویی لارې تړلې وې او د پولیسو په لاس یې د تیرې اونۍ د قرباني تور پوستي آلتن سترلینگ وژل غندل.

د جمهوري ریاست کاندیدانو غبرګون

د دواړو ګوندونو احتمالي کاندیدانو په تکساس ایالت کې د وروستۍ پیښې وروسته، د فسبوک، ټویټر او خپلو رسمي ویبپاڼو له لارې خبر ورکړ چې خپلې انتخاباتي مبارزې یي وځڼډولې.

جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلډ ټرمپ په ټویټر لیکلي چې د هغو کورنیو سره غمشریک او درد شریکوم چې د هیواد په مختلفو ساحو کې د دردونکو پیښو له امله کړیدلي دي.

او دیموکراتې کاندیدې هیلري کلنټن د جمهور رېیس د مرستیال جو بایډن سره د پنسلوانیه ایالت په سکرنټن ښار کې یوې اجتماع کې خپل ګډون لغوه کړ، خو د جمعې په ورځ په فیلدلفیا ښار کې د افریقایانو په یوه عمومي کلیسا کې یي ګډون وکړ او وی ویل چې د سیستماتیکه نژادې هغه تبیعض مخنوی وشي چې متحده ایالاتو کې یي څپې خپرې شوي دي. هغې د ټولو امریکایانو وغوښتل چې د پولیسو ټولنې بیرته فعاله کړې او د تیرې اونۍ د پیښو له امله د خلکو ترمنځ رامنځ ته شوی درز بیرته نژدې کړي.

میرمن کلنټن وویل که چیرته جمهور رېیسه شوه، نو ژمنه کوي چې په ټول هیواد کې به د پولیسو د روزنې لپاره یو میلیارد ډالره مصرف کړي چې د متشدده تاوتریخوالي د مخنوي په لارو چارو غور وشي.

جمهور رېیس بارک أوباما په پولنډ کې د ناټو په غوڼډه کې وو چې کله په امریکا کې مختلفې امنیتي پیښې رامنځ ته شوې. هملته يي د یوې وینا په ترڅ کې وویل چې ځنی هغه نظرونه ناسم دي چې وایي امریکایان نژادي تجزیه شوي دي.

جمهور رېیس أوباما په اروپا کې خپل سفر لنډ کړ او د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۰) بیرته واشنګټن ته ستون شو. ټاکل شوې ده چې په څو ورځو کې جمهور رئیس اوباما د دالس ښار ته سفر وکړي.