امریکا دې له طالبانو سره د خبرو لپاره استازی وټاکي- د کړکیچ ډله

د کړکیچ نړیواله ډله وايي چې امریکا باید له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د خپل استازي د ټاکلو تر څنګ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په شرایطو هم خبرې وکړي.

دا ډله وایي چې د امریکا استازی کولی شي په قطر او یا کوم بل هېواد کې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره خبرې وکړي.

د کړکیچ د ډلې په راپور کې راغلي دي" متحده ایالتونه باید په واضح ډول له افغانستان څخه د خپلو او نړیوالو ځواکونو د ویستلو څرنګوالی او زماني جدول له طالبانو سره په خبرو کې شامل کړي او باید ووايي چې دا مسئله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو برخه وي."

دغې ډلې د رسنیو، امریکايي چارواکو او نړیوالو سازمانونو د راپورونو او څرګندونو په اساس لیکلي دي چې اوس واشنګټن له طالبانو سره مخامخ خبرې غواړي.

امریکايي چارواکو تراوسه له طالبانو سره د مخامخ خبرو مسئله روښانه کړې نه ده، خو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې امریکا چمتو ده د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي او برخه په کې واخلي.

افغان حکومت له طالبانو سره له قید او شرط پرته د مذاکراتو وړاندیز کړی دی، خو طالبان وايي چې له واشنګټن سره خبرې کوي.

د کړکیچ ډلې همدغه راز ویلي دي چې له امریکا سره د طالبانو مذاکرات د ټولو ستونزو حل نه دی او باید طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي. خو وايي چې له واشنګټن سره د طالبانو مخامخ خبرې ښايي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو دروازه پرانیزي چې سوله راشي.