د سپینې ماڼۍ مذاکراتو د حکومت کاربندي ختمه نه کړه

په سپینې ماڼۍ کې د چهارشنبې ورځې له مجلس وروسته، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کانګرس دیموکرات مشران د حکومتي ادارو د کاربندي د ختمولو لپاره سلا شوي نه دي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا او مکسیکو په سرحد کې د دیوال د جوړولو لپاره ۵ میلیارده ډالر غواړي خو دیموکرات وکیلان ددغې بودیجې له ورکولو انکار کوي.

ولسمشر ټرمپ وایې چې مرستیال یې مایک پنس ددغه مبلغ د نیمايي برخې د ترلاسه کولو پر سر له هیڅ لوري سره سازش او مصلحت نه دی کړی.

په عین وخت کې د امریکا سرحدي قواوو د سې شنبې په ورځ له مکسیکو سره په سرحد کې د مهاجرو د مخنیوي لپاره له اوښکي بهونکو ګازو څخه استفاده کړې ده.

د کانګرس نوي وکیلان

په پام کې ده چې نانسې پلوسې د امریکا د استازو د مجلس د نوې رئیسې په صفت وټاکل شي.

دیموکراتان به نن د استازو د مجلس رهبري واخلي او هغه قانون ته به رایه ورکړي چې له مخې یې د سپټمبر تر میاشته پورې ټولو بندو ادارو ته بودیجه ورکول کېږي.

که دغه قانون د سنا مجلس لخوا هم تصویب شي، ممکن ولسمشر یې له منلو انکار وکړي.

ولسمشر ټرمپ پس له هغه چې د ګانګرس غړي خپل مشران وټاکي، د راتلونکې جمعې په ورځ بیا له قانون جوړونکو سره د مجلس غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې "هر څومره وخت چې نیسي، ودې نیسي. زه چمتو یم. ګومان کوم چې ولسونه فکر کوي زه سم یم."

د امریکا د فدرال حکومت ځېنې ادارې له دوو اونیو راپدې خوا بندې دي او څه ناڅه اته سوه زره مامورین تعطیل او یا هم له تنخوا پرته کار کوي.