په افغانستان کې امریکایي سرتېری وژل شوی

په روان ۲۰۱۹ کال کې دا یولسم امریکایي عسکر دی چې افغانسان کې وژل کیږي

د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو یو عسکر په افغانستان کې وژل شوی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ځانګړو ځواکونو دا خورد ضابط جیمز راین نومیده او د شنبې په ورځ (جولاۍ۲۰) د دښمن سره په جګړې کې وژل شوی خو دایې ندي ویلي چې د افغانستان په کوم ځای کې وژل شوی.

په روان ۲۰۱۹ کال کې دا یولسم امریکایي عسکر دی چې افغانسان کې وژل کیږي. خورد ضابط راین ۴۰ کلن و او په پوځ کې د خدمت له وجې یې ډیر مډالونه هم ګټلي وو. هغه په عراق او افغانستان کې څو ځله ماموریت کړی و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې دا امریکایي عسکر هغوی وژلی خو تر اوسه د هغه دا ادعا ثابته شوې نه ده.

د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا ۲۴۳۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې وژل شوی دي. امریکا اوس په افغانسان کې تقریباً ۱۴۰۰۰ عسکر لري چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي.

دا امریکایي عسکر داسې مهال وژل کیږي چې متحده ایالتونو له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې پرمختګونو خبره کوي.